اسلام آباد 18 اکتوبر (اے پی پی) اولس مشر ممنون حسېن وئيلي دي د هېواد معيشت په ښه ډول مخ په وړاندې روان دے او د معيشت بهترۍ او د هېواد استحكام لپاره ټ??لو ډلو يو موټې كېدو ته اړتيا ده۔ اولس مشر دا خبرې د شورو په ورځ د بنوں سائنس اېنډ ټېكنالوجي كانووكېشن ته خپلې وېنا كښې وكړې ۔ده ووئيل خوږ هېواد په صحيح ??عن?? كښې په ھغه صورت پرمختګ كولې شي كله چې معاشي او د معاشرتي څانګې نه علاوه سياسي څانګه هم مستحكمه وي٬ استحكام لپاره ضروري ده چې ځوانان زياتې زده كړي وكړي او په قامي معاملو تل نظر ولري دغسې چې ژوند په آب او تاب وي او كورني او بهرني عوامل په دې اثر انداز كېدو سره د پرمختګ رفتار ونه ځپلې شي٬ ده ووئېل دې مقصد ترلاسه ك??لو لپاره سياسي استحكام ډېر ضروري دے چې بنياد ئې زيات تعليم او زده كوٶنكو طبقو له په قامي معاملو كښې با??عن?? او په اخلاص دلچسپي ده۔ اولس مشر ممنون حسېن ووئيل پاك چين اقتصادي لارې له امله نړۍ د اميد په سترګو دې م??طق?? او په خاص توګه پاكستان ته ګوري۔اولس مشر ووئيل د دې لارې په سوب به پاكستان او چين كښې نه بلكې د نړۍ په زياتره برخو كښې د صنعت ٬ حرفت او د تجارت او معيشت پشمول د خلقو په معاشرتي رويو كښې بدلون راشي۔ ده ووئيل د سي پېك څخه ګټې پورته ك??لو له په ذهني توګه اماده كېدو سره تيارۍ ته اړتيا ده او په دې لړ كښې د سائنس او ټېكنالوجۍ تعليمي ادارو اهميت لا زيات ش??ې ٬ ده ووئېل بايد د بېلا بېلو ټېكنالوجو زيات پوهان تيار كړې شي دغسې چې د سي پېك د فعاليت نه پس هېواد او په دې منطقه كښې د صنعتي او كاروباري هلو ځلو ودې له ځوانان په ښه ډول موجود وي څوك چې د سباٶن ذمه وارۍ پغاړه واخلي او مونږ له په دې لړ كښې د نورو په طمع ناستې ته حاجت پاتې نشي۔اولس مشر ووئيل زمونږ پوهنتونونه تر اوسه ھغه نړيوال معيار ته نه دي رسېدلې كوم ته چې د نړۍ نوموړې ادارې رسېدلې۔ اولس مشر ممنون حسېن د وفاقي وزير اكرم خان دراني لخوا پوهنتون جوړ??لو لپاره د هلو ځلو ستائنه وكړه او وئ وئيل په دې لړ كښې به د وفاقي وزير خدمات تر ډېرې مودې ياد ساتلې شي۔په دې موقع اولس مشر كاميابو زده كوونكو له مباركي ورك??لو سره هغوي له اعزازونه او سندونه وركړه۔ دستورې ته وفاقي وزير اكرم خان دراني ٬د خېبر پښتونخوا ګورنر انجينئر اقبال ظفر جهګړا هم وېنا وكړه۔ په دستوره كښې صوبائي وزير مشتاق احمد غني ٬ د اېچ اي سي چيئرمېن ډاكټر مختار احمد او وائس چانسلر پروفېسر ډاكتر سيد عا??د علي شاه هم موجود ٶ۔ اولس مشر ممنون حسېن د بنو خپلې دورې په مهال د سيمې نوموړو شخصياتو سره هم ملاقاتونه وكړل۔ په دې موقع وګړو اولس مشر د سيمې د مسئلو نه خبرو كړو۔ اولس مشر ووئيل د بنو وګړو ته آسانۍ وركول او د دوي مسئلې لرې كول به باوري كولې شي۔