اسلام آباد ۔ 20 نومبر (اے پی پی)د كورنيو چارو وفاقي وزير د احسن اقبال په مشرۍ كښې د علماء او مشائخو د غونډې نه پس شريكه اعلاميه كښې وئيلي دي د علما کرامو او مشائخو غونډه په ښه نېت او د زړه د اخلاصه دا اعلان كوي چې د ختم نبوتﷺ عقيده زمونږ د دين اساس دے او په دې لړ كښې د هېڅ ډول لغزش٬ بې غورۍ يا غلطۍ ګنجائش نشته٬ په دې لړ كښې اوسنۍ پېښې زمونږ لپاره د تشويش سوب دي مونږ غوښتنه كوٶ چې په دې لړ كښې د راجه ظفر الحق د كمېټۍ سفارشات په سمدستي توګه عام كړې او د دې د ذمه وارو په ضد دې كاروائي وكړې شي ۔ د ګډې اعلاميه له مخې غونډه كښې په دې خبرې د اطمينان څرګندونه وشوه چې په آئيني توګه د ختم نبوتۖ پحقله په كال 2002 پېدا كړې شوې سقم ختم كړې شوې ۔ د اعلاميې له مخې مونږ د ربيع الاول مباركې مياشت د تقدس ??ه اړه حكومت او تحریك لبېك یا رسول اللہ ﷺ ته غږ كوٶ چې ??ه افهام او تفهيم دا مسئله حل كړي۔ د اعلاميې له مخې د پېندۍ او اسلام آباد د اته لكه نه زيات اولس ته د پېښتو ستونزو ازاله پكار ده ٬ زمونږ دين ستونزې پېدا كولو لپاره نه بلكې د آسانيو پېدا كولو درس وركوي۔ اعلاميه كښې وئيلي شوي د ربیع الاول په مباركه مياشت كښې امن په ځائ ساتل او د میلاد النبی ﷺ دستورو لپاره سوله ايز چاپېريال پېدا كول زمونږ د ټولو اجتماعي ذمه واري ده۔ غونډې تجويز وركړو چې د پیر حسېن الدین شاہ په مشرۍ كښې دې كم??ټي جوړه كړې شي كومه چې د بېلا بېلو مسلكونو نمائندګي كوي دا كم??ټي دې په سمدستي توګه حركت كښې ر??شي او د معاملې دې جامع او د اطمينان وړ حل تجويز كړي۔ غونډې په حكومت زور رواړو چې د عملياتو نه ډډه وكړي۔ په غونډه كښې د مذهبي چارو وفاقي وزير سردار محمد یوسف او د وزیر اعظم صلاحكار عرفان صدیقي او علماء او مشائخو ګډونو كولو۔