لاهور 29 جنوري (اے پي پي) د دف??عي پېداوار وفاقي وزير رانا تنوير حسېن وئيلي دي چې د ډرون بريدونو د مخنيوي صلاحيت لرو۔ د ګل په ورځ پاكستان كونسل فار سائنټېفك ا??نډ انډسټري ريسرچ سنټر (پي سي اېس آئي آر) دورې او د ادارې د كاركردګۍ پحقله ميډيا ته د بريفنګ په مهال وكړې۔ وفاقي وزير ووئيل كه امريكا پاكستان سره مرسته وكړي نو مونږ به هم وكړو٬ په 90 فيصده ترهه ??رۍ قابو موندلې شوې٬ په دف??عي څانګه كښې په 80 فيصده خپلو وسائلو انحصار كوٶ٬ په دف??عي څانګه كښې مو جديد ټېكنالوجي او جنګي الوتكې معرفي كړې دي٬ د پاكستان جنګي الوتكې د اېف سوله د مقابلې صلاحيت لري۔ ده ووئيل د ادارو كاركردګي ښه كولو كښې مېرټ ډېر عمل دخل لري او د مسلم ليګ (ن) حكومت ټولې ټاكنې په مېرټ كړې دي او نتيجې ئې د ټولو په وړاندې دي۔ ده ووئيل د هېواد د امن صورتحال ٬ د معيشت بحالي ٬ د برېښنا پېداوار كښې 1100 مېګاٶاټ اضافه او په نورو څانګو كښې پاكستان وړاندې دے