پینډۍ 13 فروری) اے پي پي)د پاك پوځ سرلښكر جنرال قمر جاوېد باجوه وئېلي دي د سيمه ايز امن او استحكام لاره د افغانستان څخه تېرېږي۔ده په كابل كښې چيف آف ډيفنس كنفرنس ته خطاب كولو۔د آئي اېس پي آر ترمخه چيف آف ډيفنس كنفرنس كښې كمانډر يو اېس سېنېټ كام٬كمانډر زيزلوټ سپورټ مشن(آر اېس اېم)افغانستان٬قزاخستان٬ كرغزستان٬ تاجكستان٬تركمانستان او د ازبكستان د پوځ سرلښكرانو ګډون وكړو۔د دې كنفرنس مقصد سيمه كښې امن او سلامتيا لپاره مرسته دوامداره ساتل دي۔د پاك پوځ سرلښكر جنرال قمر جاوېد باجوه ووئيل ??نط??ې په ګډه پرمختګ كوي٬كوم هېواد يوازې پرمختګ نشي كولې۔ده ووئيل پاكستان خپ??ې خاورې څخه د ترهه ګرو پټ ځايونه ختم كړي ۔ترهه ګر د 27 لكه افغان كډوالو د موجودګۍ ګټھ پورته كوي۔ترهه ګر په پاك افغان پوله د فعاله امنيت نشت والي هم ګټه پورته كوي۔ ده ووئېل پاك پوځ د ردالفساد عملياتو د لارې د افغان كډوالو په جامه كښې ترهه ګري كوونكي هم په ګ??ته كوي۔جنرال قمر جاوېد باجوه ووئيل پاكستان به چاله د خپ??ې خاورې د كوم هېواد په ضد د كارولو اجازه ورنه كړي او د نورو هېوادونو څ??ه هم دا هيله لري۔ده ووئيل د ټولو چېلنجونو مقابلې له او د مرستې او استحكام لپاره پاكستان خپ?? كردار ترسره كولو له چمتو دے