کهوټه ۔ 03 مارچ (اے پی پی) وزیر??عظ?? شاهد خاقان عباسی وئيلي دي پاكستان څخه د برېښنا او ګاز كمبوت لرې كړې شوې۔ د كلونو نيمګړې منصوبې مو پايې ته رسولي۔ سره د ناوړه حالاتو د هېواد د خپلواكۍ سودا كولو ??ه غېر مو معيشت مضبوط كړې۔ د مسلم لیګ (ن) كارونه چا نه پټ پناه نه دي۔ د هېواد په ګوټ ګوټ كښې پرمختيائي منصوبې ترسره كېږي۔ د 2018ء په ټول ټاكنو كښې به هم اولس نواز شريف او مسلم ليګ (ن) ته درناوې وبخښي۔ د پنډۍ کهوټه سړك به مانسهرې څخه تر مير پور موټروے منصوبې سره تړلې شي۔ دې سره به ټول منطقه د پرمختګ په لاره روانه شي۔ ده د خالي په ورځ د پنډۍ کهوټه سړک دوه لارې كولو منصوبې بنياد اېښودلو دستورې او اولسي غونډې ته خطاب كولو۔ ده ووئيل زه نن د وزير??عظ?? په حېث په اولني ځل خپلې حلقې ته راغلې يم۔ زه باور لرم چی راروانو ټاكنو كښې به كاميابي مسلم ليګ (ن) او نواز شريف ترلاسه كوي۔ ده ووئيل په دې حلقه ك??ې د برېښنا ٬ ګاز ٬ سكول ٬ سړكونو او اوبو سكيمونه مسلم ليګ (ن) ترسره ك??ي دي۔ هم دا حالت د ټول پاكستان دے۔ دا سړك به د 5 نيم اربه روپو په مصرف پايې ته رسولې شي۔ په كال 2008ء كښې چې نواز شريف كومه وعده كړې وه هغه نن ترسره شوه۔ وزير??عظ?? ووئيل مونږ ټول عمري د خدمت او شرافت س??اس?? ته وده وركړې۔ مونږ د هېواد د پرمختګ س??اس?? ته وده وركړې۔ ده ووئيل د نواز شريف په اړه د عدالت پرېكړه مونږ قبوله ك??ې۔ ده ووئيل د نواز شريف څخه وروستو اوس مونږ د هغه مشن مخ په وړاندې بوځو۔ ده ووئيل د تعليم ??ه غېر كومه سيمه پرمختګ كولې نه شي۔ ده كهوټه ك??ې د پوهنتون جوړولو اعلان وكړو۔ ده ووئيل راروانه مياشت كښې به په دې كار پېل شي۔ ده ووئيل د كهوټه د انجونو او هلكانو سكولونه به هایئر سکېنډری جوړولې شي۔ په دې مهال ده د هېلت کارډ دائرہ تر پنډۍ ضلغې او كهوټه پراخا كولو اعلان هم وكړو۔ ده ووئيل 100 فيصد سيمو ته به برېښنا وركولې شي او د كهوټه هر يونيم كونسل ته به ګاز رسولې شي۔ په دې مهال زلمو لپاره كهوټه ك??ې د سټېډيم جوړولو هم وزير??عظ?? اعلان وكړو۔ ده ووئيل د پرمختيائي منصوبو په سوب به د جولائي ټول ټاكنو كښې اولس نواز شريف او مسلم ليګ نون ته درناوې وبخښي۔ د خپل تقرير په پايه ك??ې وزير??عظ?? د “پاکستان زندہ باد” نعرې پورته ك??ې۔ په دې مهال د اطلاعاتو او خپرونو وزيره مريم اورنګزېب ٬ وفاقي وزيره سائره افضل تارړ ٬ طارق فضل چوهدري او يو شمېر نور وزيران موجود وو۔