اسلام آباد 22 مئي (اے پي پي) د خزانې وفاقي وزير ډاكټر مفتاح اسماعيل وئيلي دي د پي ټي آئي د مشر عمران خان د 100 ورځو پ??ان كوم حقيقت نه لري٬ د 100 ورځو پروګرام كښې ج?? كومې منصوبې وړاندې كړي شوي په هغې كښې د يو كروړ روزګار په وسيلو پېدا كولو پنځو كلونو كښې 1598 اربه روپې لګښت راځي او دغسې د كال به 1598 اربه روپۍ هغه دې پروژو له د چرته څخه راوړي۔ د نهې پھ ورځ د خبرې كنفرنس په مهال ده ووئيل پي ټي آئي چ?? كوم پ??ان وركړې د هغې لپاره د انتظامي خرڅونو په توګه د نوې صوبې جوړولو لپاره او غريبۍ ختمولو له 120 ورځو ته اړتيا وي كوم چې يو مشكل او د حقيقت په ضد كار دے ۔ ده ووئيل انتظامي خرڅونو له هر كال 50 اربه روپو ته اړټيا وي۔ ده ووئيل عمران خان دا نه دې وئيلي چې د محصولاتو به څه پ??ان وي٬هغه چې څنګه منصوبې وړاندې كړی په هغې به د ګرانۍ طوفان راشي۔ ده ووئېل ټېكس به څنګه او چرته څخه زياتوي۔په دې اړه هم هغه په منصوبه كښې څه نه دي وئېلې٬د پي ټي آ??ي پ??ان عملي نه بلكې تصوراتي دے۔ ده ووئېل د پاكستان تحريك انصاف د 100 ورځو پ??ان د مسلم ليګ(ن)د وژن 2025 نقل او اولس له د دهوكې وركولو هڅه ده