اسلام آباد ۔ 28 مئی (اے پی پی) كورنيو چارو وفاقي وز??ر احسن اقبال جده كښې د سعودي عربستان خپل همڅنګ شهزاده عبدالعزیز بن سعود بن نائف سره ملاقات وكړو۔ ملاقات كښې سعودي داخله وز??ر شهزاده عبد العزيز بن سعود بن نائف په داخله وز??ر احسن اقبال ترسره شوې قاتلانه بريد د خپلې اندېښنې څرګندونه كولو سره ده څخه د ده د خېريت تپوس پوښتنه وكړه۔ وروستو داخله وز??ر سعودي حكومت او اولس لپاره د پاكستان حكومت او اولس لخوا د نېكو هيلو پېغام ورسولو او په ده د ترسره شوي بريد په غندنه كولو او دده د خېر خېريت په پوښتنه ئې د سعودي حكومت او اولس مننه وكړه۔ ملاقات كښې د دوه اړخيزه مرستې په زياتولو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ ملاقات كښې سعودي عرب كښې د مېشته او سف?? كوؤنكو پاكستانيانو په معاملو ٬ د بنديوانو په منتقل كول او د عمرې او حج په اسانيو خبرې وشوې۔ سعودي وز??ر ووئيل د ټولو معاملو به غور سره جاج اخستلې شي۔ ملاقات كښې د پاكستان سفير خان هشام بن صديق ٬ قونصل جنرل شهريار اكبر خان او دوهم قونصل جنرل شائق احمد بھټو هم موجود وو