چارسده۔30 اګست (اے پی پی)ھالینډ كښې د حضور نبي كريم (ص) په شان كښې د سپكاوي خاكو په ضد د ضلعي حكومت د سېوري لاندې فاروق اعظم چوك چارسده كښې احتجاجي مظاهره او واك وكړې شو۔ د مظاهرچيانو مشري ضلعي ناظم فهد ري??ض ا?? دوهم ناظم حاجي مصور شاه كوله۔ مظاهرچيانو بېنرې او پلې كارډ پورته كړي وو په كومو چې د هالې??ډ د سپكاوي خاكو په ضد نعرې ليكلې وې۔ مظاهرچيانو ته خپل خطاب كښې ضلعي ناظم فهد ري??ض په سختو ټكو كښې د يادې شويو خاكو غندنه وكړه او د پاكستان حكومت څخه ئې غوښتنه وكړه چې هالېنډ سره په سمدستي توګه خپلې سفارتي اړيكې ??تمې كړي۔ دوئي هېواد څخه د هالېنډ سفير ?? شړلو هم غوښتنه وكړه۔ تقرير كوؤنكو په خپلو تقريرونو كښې ووئيل د حضور نبي كريم (ص) په شان كښې سپكاوې به كله هم زغملې نه شي۔ او د نبي كريم (ص) شان لپاره به د كومې هم قربانۍ څخه سرغړونه كولې نه شي۔