??ېښ??ر ۔01 اکتوبر(اے پی پی) د خېبر پختونخوا اسمبلبۍ سپيكر مشتاق احمد غني سره پاكستان كښې د چين س??ير ياؤجنګ د صوبائي اسمبلۍ سېكرټرېټ كښې ملاقات وكړو۔ ملاقات كښې د چين س??ير ووئيل چين ته پاكستان سره په ??لګرتيا وياړ دے۔ چين به كوم هم سخت وخت كښې پاكستان يوازې نه پرېږدي۔ ده ووئيل سي پېك پراجېكټ د خېبر پختونخوا نه غېر نيمګړې دې۔ ده ووئيل په ??وم ډول چې د خېبر پختونخوا د كلتور او آثار قديمه څانګې د بدھ د آثارو او ځايونو حفاظت كړې د ستائنې وړ دې۔ په دې مهال خپلو خبرو كښې سپيكر مشتاق غني ووئيل د چين حكومت د خېبر پختونخوا روغتونونو او تعليمي ادارو كښې د اسانيو وركولو پراجېكټونو كښې مرسته كولې شي۔ ده ووئيل د چين حكومت سره يو يادښت كښې اېبټ آباد او د چين ارومچي ښار دوه برغوني ښارونه ګرځولې شوي دي۔ دې سره سره تر دې دمه نزدې درې سوه پاكستاني طالبعلمان د چين ژبې زده كولو له چين ته لېږلې شوي دي او نور 3 سوه طالبعلمان به اېم فل او پي اېچ ډي له لېږلې شي۔ په دې مهال د چين س??ير د قومي ورځې كېك هم پرېكړو۔ ده ووئيل ماته د ??ېښ??ر اولس سره د چين ورځې په ??مانځلو ډېره خوشحالي شوې ده۔ سپيكر ده ته اعزازي شيلډ وړاندې كړو او ده ته ئې چترالۍ چغه او ټوپۍ ډالۍ كړه۔ د چين س??ير د سپپيكر او دده د عملې په ??ېلمستيا كولو د زړه د كومي نه مننه وكړه۔