اسلام آباد 15 نومبر (اے پي پي) د بهرنيو چارو و??ير شاه مح??ود قريشي سره پاكستان كښې د مالېزيا هائي كمشنر اكرام بن مح??د ابراهيم د زيارت په ورځ په خارجه دفتر كښې ليدلې دي۔ د خارجه دفتر وياند له مخې د ملاقات په مهال په بېلا بېلو چارو خبرې شوې او د دواړو هېوادونو ترمېنځه په اړيكو كښې په مثبت پرمختګ د اطمينان څرګندونه شوې ۔ د خارجه دفتر وياند له مخې خارجه و??ير هائي كمشنر ته د وزيراعظم عمران خان د مالېزيا دورې په اړه ??وئېل كومه به چې د شېډول له مخې د نومبر په 20مه او 21مه نېټه كېږي۔ خارجه و??ير ووئيل د وزيراعظم دورې سره به د دواړو هېوادونو د اړيكو مستحكېدو له مرسته تر لاسه شي او د دوه ا ړخيزه مرستې نوې لارې به پرانستلې شي۔ هائي كمشنر د خپل هېواد لخوا د بشړه ??رستې باور وركولو سره ووئيل د مالېزيا مشران د وزيراعظم عمران خان د دورې په طمعه دي۔