اسلام آباد 05 دسمبر (اے پي پي) وزیراعظم عمران خان پاکستان كښې د جاپان د سرمايه كارۍ ډاډګيرنه كولو سره وئيلي دي چې د دواړو هېوادونو ترمېنځه د تجارت٬ سرمايه كارۍ ٬ انفرسټركچر او د بشري وسائلو د پرمختګ په څانګو كښې پراخا مرستې ته اړتيا ده۔ وزيراعظم دا خبرې د جاپان وزیراعظم د قامي سلامتیا سلاحكار کینت??رو سونورا سره كړي چا چې د شورو په ورځ په وزيراعظم هاٶس كښې دوي سره ملاقات ??كړ??۔ د جاپان د قامي سلامتيا سلاحكار د پاکستان او جاپان ترمېنځه دوه اړخَيزه اړيكې لا قوي كولو لپاره د خواهش څرګندونه كولو سره د ترهګرۍ په ضد جنګ كښې د پاكستان د كردار ستائنه ??كړ?? ۔ وزیراعظم د کینت??رو سونورا او د ھغه د پلاوي هركلي كولو سره د دواړو هېوادونو ترمېنځه د شريكو اړيكو د رفتار ستائنه ??كړ?? ۔ ده د جاپان د اولس د اثر لرونكې ګرمجوشۍ ٬ ولولې او د جذبې هم ستائنه ??كړ?? ۔ د پرمختيائي او سرمايه كارۍ د شراكت دارۍ په حېث د جاپان اهميت رامخې ته كولو سره وزیراعظم د دواړو هېوادونو ترمېنځه په غوره اړيكو د اطمينان څرګندونه ??كړ??۔ وزیراعظم ووئيل د دواړو هېوادونو ترمېنځه د تجارت٬ سرمايه كارۍ ٬ انفراسټركچر او د بشري وسائلو د پرمختګ په څانګو كښې پراخه مرستې غواړو۔ وزیراعظم پاکستان كښې د جاپان د سرمايه ك??رو ډاډګيرنه كولو سره ووئيل چې پاكستان د ځوانې آبادۍ او معدنياتو پنګې لري٬ په دې تناظر كښې هېواد پراخه اقتصادي موقعې لري۔ وزيراعظم ووئيل چې په آسياء كښې د جاپاني كاروبار پحقله “جېټرو” سروے كښې د مثبت آمدن ګټو ا?? سباٶن كښې د كاروبار پراختيا پحقله پاكستان اولنې هېواد ګرځولې دے