اسلام آباد/ابوظهبي 21 دسمبر (اے پي پي)م??حد?? عرب امار??تو پاكستان سره د درې اربه ډالرو د مالي مرستې كولو پريكره كړې او د م??حد?? عرب امار??تو د دې اعلان نه پس وزيراعظم عمران خان د آزمېښت په وخت كښې د پاكستان د زړه د اخلاص په مرسته د م??حد?? عرب امار??تو مننه كړې۔د ابوظهبي د پرمختګ فنډ لخوا جاري شوې اعلامې له مخې درې اربه ډالر به د پاكستان سټېټ بانك ته منتقل كړې شي۔د دې مقصد پاكستان سره مالي مرسته كول دي۔د م??حد?? عرب امار??تو خبر رسنې ??دارې وام له مخې په راتلونكو ورځو كښې به دا رقم منتقل كړې شي چې ورسره به د پاكستان د زرمبادله د ذخيرو په بهترۍ كښې مرسته وش??۔پ?? بيان كښې وئېلې شوي دي چې د دې مالي مرستې پريكړه د دواړو وروڼو هېوادونو پخوانۍ اړيكې او تاريخي عوامي مرسته په نظر كښې ساتلو سره شوې۔دې اړيكو او مرستې ته به په نورو څانګو كښې هم وده وركولې شي٬ابوظهبي فنډ د وړاندې نه په پاكستان كښې د توان٬روغتيا٬تعليم او د انفراسټركچر څانكې 8 پرمختيائي پروژو لپاره يو نيم ارب درهم وركړي دي٬په دې كښې 93 كروړه درهم د ګرانټ په شكل كښې وركړې شوې دي۔بل خوا د پاكستان وزيراعظم د آزمېښت په دې وخت كښې د پاكستان په مرسته كولو د م??حد?? عرب امار??تو د حكومت مننه كړې۔د جمعې پھ ورځ په خپل ټوېټ كښې وزيراعظم ووئيل چې دا اقدام د كلونو راهيسې زمونږ د پائيدار دوستۍ او عزم عكاسي ده۔(