اسلام آباد/مان??سټ?? 03 جنوری (اے پي پي) د قومي اسمبلۍ سپيكر اسد قېصر وئيلي دي چې بهر مېشته پاكستانيان د هېواد په رغونه او پرمختګ كښې مهم كردار ترسره كوي۔ د قومي اسمبلۍ سېكرټرېټ له مخې ده دا خبره په مانچسر كښې د مېشته پاكستانيانو يوې دستورې ته د وېنا كولو په مهال كړې۔ په دستوره كښې د اروپائي اېتلاف د پار??ما?? غړو سجاد كريم٬ واجد خان٬ د مان??سټ?? ډپټي ميئر عابد لطيف چوهان٬ د مان??سټ?? هائي شيرف ډاكټر روبينه شاه او په مان??سټ?? كښې مېشته د پاكستاني كميونټې ګڼ شمېر كسانو ګډون وكړو۔ د قومي اسمبلۍ سپيكر ووئيل چې پاكستان او برتانيه د دوستې پخوانې اړيكې لري او پاكستان پار??ما?? او معاشي اړيكو ته وده وركولو سره برتانيې سره دوه اړخيزه اړيكې لا پراخا كول غواړي۔ ده ??ه پاكستان د جمهوريت په وده كښې او د جمهوري ادارو استحكام لپاره د برتانيې كردار وستائيلو۔ اسد قېصر د بهر مېشته پاكستانيانو لخوا د ديامربهاشا بند په فنډ كښې په عطياتو وركولو ستائنه وكړه او وې وئيل چې ??ه پاكستان كښې د اوبو سخت كمې دے او د يو زرعي هېواد په توګه پاكستان د اوبو ذخيرو جوړولو ته سخت ضرورت لري۔ ده په مان??سټ?? كښې مېشته پاكستانيانو ته د بند په فنډ كښې د برخه اخستلو خواست وكړو۔