اسلام آباد ۔ 16 جنوری (اے پی پی) د بهرنيو چارو وفاقي وزير شاہ محمود قریشی وئيلي دي پاكستان د سموګ او اوبو كمي په شمول د چاپېرچل يو شمېر چېلنجونو سره مخ دے ٬ مقابلې له به ئې سا??نسي سفارتكاري فعاله او د نتيجې وړ جوړولې شي۔ دا خبره ده د شورؤ په ورځ خارجه وزارت كښې د سا??نسي سفارتكارۍ غونډې ته خطاب كښې وكړه۔ په خارجه وزارت كښې د لوړې كچې بېن التنظيمي غونډه كښې د سا??نسي سفارتكارۍ پېل شوې۔ غونډه كښې د روغتيا ٬ تعليم ٬ سا??نس او ټېكنالوجي ٬ موسمياتي بدلون او فوډ سېكورټي څانګو سره اړوندو سينئر چارواكو ګډون وكړو۔ خارجه وزير د سا??نسي سفارتكارۍ غونډه كښې ګډون كوؤنكو چارواكو ت?? هركلې او??ې۔ شاه محمود قرېشي غونډه ته خطاب كښ?? ووئيل مونږ څه موده وړاندې د وزيراعظم عمران خان په سپارښتنه معاشي سفارتكاري پېل كړې وه او نن د لوئې څښتن په فضل سا??نسي سفارتكارۍ پلو روان يو۔ د بده مرغه دلته تعليمې څانګو ت?? ډېر كم پام كولې شي۔ ده ووئيل مونږ تر ټولو غوره كسان لرو۔ مونږ سره نوموړي سا??نسمدار او تعليمي پوهان شته د كومو مرسته چې مونږ لپاره او دې هېواد لپاره ډېره ګټه وره ثابتېدې شي۔ ده ووئيل خارجه چارو لپاره اېډوائزري كونسل كښې مو پوهان شامل كړې دغسې چې د دوئي د تجربو څخه ګټه پو??ته كړې شي۔