اسلام آباد 28 جنوری (اے پی پی) د وفاقي وزير مخدوم خسرو بختيار وئېلي دي وفاقي حكومت د خېبرپښتونخوا د كم پرمختلليو سيمو پرمختګ لپاره هر ډول ممكنه اقدامات كوي٬د خېبرپښتونخوا سوئېلي ضلعې٬سوئېلي پنجاب٬د سندھ ??لي والو سيمې او بلوچستان د هېواد نورو پرمختلليو سيمو سره برابرولو لپاره به ټولې وسيلې كارولې شي۔ده دا خبرې د ګل په ورځ د خېبرپښتونخوا د خزانې وزير تيمور جهګړا سره د ملاقات پھ مهال وكړی۔په ملاقات كښې د خېبرپښتونخوا په پرمختيائي پروژو او د سباؤن په حكمت عملۍ خبرې وشوې۔وفاقي وزير وو??يل د كال 20-2019 بجټ به د وفاقي او صوبائي حكومتونو د شريكې حكمت عملۍ څرګندونه وي۔وفاقي حكومت د برابرۍ په كچه د س??مه ايز پرمختګ پلان وضعه كوي۔ده وو??يل وفاقي حكومت د خېبرپښتونخوا د پاتې سيمو پرمختګ لپاره هر ډول ممكنه اقدامات كوي۔ده وو??يل د مربوط پلان له مخې به په خېبرپښتونخوا كښې د متوسطو ښارونو پرمختګ لپاره د اوبه خور ٬سيورېج٬هاؤسنګ او نورو څانګو پروژې پېل كولې شي۔په خېبرپښتونخوا كښې لويې لارې اپ ګرېډ كولې شي او بېلا بېلې سيمې به موټروېز سره تړلې شي۔صوبائي وزير تيمور جهګړا د ص??بې په رغونه او پرمختګ كښې د وفاقي حكومت د كردار ستائنه وكړه۔ده وو??يل وفاق سره په ګډه به د ص??بې پرمختګ باوري كولې شي