ملګري ملتونه 22 فروري(اے پي پي) د ملګرو ملتونو سلامتي كونس?? لخوا په مق??وض?? كشمير كښې د پلوامه پېښې يوه اونۍ پس په جاري بيان كښې د ځانمرګي بريد غندنه كړې ده او پېښه كښې د پاكستان ككړ??يا ټولې هندۍ هڅې ئې رد كړي دي۔بيان كښې وئېلي شوي پنځلس كسيزه سلامتي كونسل په مق??وض?? جمو او كشمير كښې د ځانمرګي بريد سخته غندنه كوي چې پكښې د 40 څخه زيات هندي عسكر مړه او ګڼ شمېر ژوبل شوي وو۔د فرورۍ په 14مه نېټھ كال 2019 د شوي بريد ذمه واري جيش محمد قبوله كړې وه۔سفارتي ذريعو اے پي پي ته ووئيل د تېرو شپږو ورځو په مهال د هند لخوا د سلامتي كونسل غړو ته پرله پسې وئېلي شوي چې هغوي په خپل بيان كښې د پاكستان نوم شامل كړي خو پاكستانو سفارتكارو د هڅو له امله هند په خپل مقصد كښې كاميابي ترلاسه نه كړه۔په سفارتي ډګر د ناكامۍ نه پس هند اوس د سلامتي كونسل په بيان كښې د جيش محمد نامه خپله كاميابۍ ګڼي ۔۔۔۔۔خو سفارتي پوهانو وئېلي دي په جيش ?? وړاندې څخه په په پاكستان كښې بندېز لګولې شوې ولې چې ملګرو ملتونو دا تنظيم په بليك لسټ كښې شامل كړے ؤ ۔يو افريقي سفارتكار پوښتنه وكړه چې اوس هند د كوم څيز خوشحالي لمانځي۔د سلامتي كونسل په بيان كښې د پلوامه پیښه د ترهه ګرۍ په ځاې يو ځانمرګي بريد ګرځولې۔بيان كښې وئېلي شوي د كونسل غړي د ترهه ګرۍ هر ډول اقسام غندنه كوي او د دې خاتمې لپاره لوظي دي ولې چې د دې له امله نړيوالې سلام??يا او امن ته خطره پیښ دے