اسلام آباد 25 فروري (اے پي پي) د بېن الصوبائي روابطې وفاقي وزير ډاکټر فهمیدہ مرزا وئيلي دي نه مو كوم قرض اخستې او نه مو قرض بخښلې ٬ تور لګوٶنكو سندھ او سمټ بانك خوړلې۔ د ګل په ورځ قامي اسمبلۍ كښ?? د اعتراض په نكته دې ووئيل زه بيا بيا وائيم چې زما خله مه پرانيځۍ ٬ د دې خلقو حېثيت زما نه پټ پناه نه دے٬ دې ووئېل زما د دادا ??اض?? عبدالقیوم پخپل وخت كښ?? د حېدرآباد ميئر ٶ٬ زما تره ??اض?? اکبر (قائداعظم) بللې ٶ٬ دوي په څه پوهېږي چې د چا د كورنۍ عزت څه وي۔ قائداعظم ھغه ته وئيلي وٶ چې سندھ تاسو ګ??لې شۍ او په كال 1946 كښ?? ئې جي اېم سيد له ماتې وركړې وه ٬ دې ووئېل زما پلار ??اض?? عبدالمجید عابد ٬ علی احمد تالپور له ماتې وركړې ٶه څوك چې د دفاع وزير ٶ٬ دې ووئېل جسټس ظفر حسن مرزا د سپریم کورټ جج پاتې شوې٬ نن ئې هم د پرېكړو ستائنه كېږي۔ دې ووئيل د سندھ په هائي كورټ چې كوم بريد شوې ھغه په ټولو چېنلو ښودلې شوې ٬ سندھ هائي كورټ خپله د دغې نوټس اخستې٬ دې خلقو زما په كور هم بريدونه كړي وو۔ دې ووئيل د فریال تالپور د كور نه به هدايات جاري كېدل ٬ زمونږ په ض?? د ترهګرۍ پشمول 32 كېسونه جوړ كړې شوې٬ ٬ د ډاکټر فهمیدہ مرزا د وېنا په مهال منور تالپور او د پيپلز ګوند ښځينه غړې په احتجاجي توګه د سپيكر ډائس په وړاندې راغونډې ش??ې او احتجاج ئې وكړو٬ په دې ډاكټر فهمیدہ مرزا ووئيل كه زه چا خبرې ته پرې نه ښودم نو څوك به هم خبرې ته پرې نه ږدم٬ ما ډېره په تميز خبره كړې ٬ دې ووئېل په ما چې د 28 كروړه روپو د قرض معاف كولو كوم تور لګولې شوې ھغه ناسمه دے ٬ ما هېڅ قرض نه دې اخستې او نه مې معاف كړې٬ ما لكه د دوي سندھ او سمټ بانك نه دې لوټ كړې٬ زه دوي چېلنج كوم چې خپل تورونه ثابت كړي