اسلام آباد ۔ 10 مارچ (اے پي پي) پاکستان د سعودی ع??بس??ان په ابهاﺀ ښار د حوثيانو لخوا په ډرون بريد كولو د اندېښنې څرګندونه ك??ې ده۔ د خارجه دفتر وياند د اتوار په ورځ جاري كړې بيان كښې د سعودي ع??بس??ان سلامتيا او حرمين شريفېن لپاره د كوم هم خطر په صورت كښې سعودي مشرتابه ٬ حكومت او اولس سره بشپړه مرستې او يووالي له د خپل عزم پخلې كړې دې۔ وياند ووئيل پاكستان د سعودي ع??بس??ان او په خاص توګه د شاهي دفاعي ځواكونو په وخت كارروائي كولو او د ډرون تباه كولو ګام ستائنه كوي چې لامله ئې زيات زيان نه دې شوې۔ وياند ووئيل د ډرون ملبې راپرېوتو سره د سعودي او دغلته مېشته د غېر ملكي وګړو ژوبل كېدل او املاكو ته زيان رسېدل د اندېښنې وړدي۔ ده د ژوبل شويو زر روغتيا له دعا وكړه۔ وياند ووئيل په تش لاسې اولس دغسې بريدونه د نړيوال قانون ښكاره خلاف ورزي او سيمه ايز امن او سلامتيا لپاره يو جدي چېلنج دے۔ وياند ووئيل پاكستان ددې ډول بريدونو په سختۍ سره غندنه كوي او د ترهګرۍ ټولو صورتونو او مظاهرو په ضد جنګ كښې د سعودي ع??بس??ان حكومت سره د يو والي څرګندونه كوي۔