اسلام آباد ۔ 29 اپرېل (اے پی پی) پاکستان او تیونس دملګرتيا پخوانو اړيكو ته په سياسي او معاشي څانګو كښې د لا استحكام په وركولو اتفاق كړې دې۔ دا اتفاق د سېنېټ چيئرمېن محمد صادق سنجراني او د تيونس سفير عادل العربي ترمينځه ملاقات كښې راغلو۔ د تیونس سفیر د ګل په ورځ پارلېمنټ ها??س كښې د سېنېټ چيئرمېن محمد صادق سنجراني سره ملاقات وكړو۔ په دې مهال خپلو خبرو كښې د سېنېټ چيئرمېن ووئيل د دواړو هېوادونو ترمينځھ د اړيكې په تاريخي ، ك??تو??ي قدرونو ، روایاتو او عقيدې اډانه دي۔ دواړو هېوادونو په مهمو سيمه ايزو او نړيوالو چارو يو ډول دريځ خپل كرې دې۔ ده په دې خبره زور راوړ چې په اولسي كچه رابطو زياتولو او په سیاسی ، معا??ی او ك??تو??ي څانګو ك??ې اړيكو ته وده وركولو له د دواړو هېوادونو ترميځھ د پلاويو تګ راتګ ته اړتيا ده۔ ده ووئيل د دواړو هېوادونو پارلمانونه دې د يو بل تجربو څخه ګټھ پورته كولو له بېل پروګرامونه جوړ ك??ي چې ورسره نه يوازې د پارلماني نمائندګانو بلكې عملې د كار استعداد هم زيات شي۔ د تیونس سفیر د سېنېټ چيئرمېن خيالاتو سره اتفاق وكړو۔ ده ووئيل مونږ له به د دوه اړخيزه اړيكو ودې له نوې لارې لټول وي۔ ده ووئيل تيونس بېلو څانګو كښې پاكستان سره دوه اړخيزه اړيكې زياتول غواړي۔