اسلام آباد 17 مئی (اے پی پی) ?? وزيراعظم د پیټروليم ډويژن خاص معاون نديم بابر وئېلي دي نوې جامع د تېل?? او ګاز پالېسي به تر اګست كابينې ته وړاندې كړی شي٬د كابينې منظورۍ نه وروستو به پرې عمل كولې شي٬په تېرو پنځو كلونو كښې د تېل او ګاز لټون او پېداوار لپاره نوې بلاكس نيلام كړې شوي چې ورسره د ګا?? په پېداوار كښې په كلنه توګه د پنځه نه تر اوو فيصده كمې راغلې۔دا خبره نديم بابر د جمعې په ورځ پاكستان كښې د ډنمارك سفير رالف مائيكل سره ملاقات كښې وكړو۔د ډنمارك سفير واضحه كړه چې ډېر د ډنمارك كارخانه دار پاكستان كښې د سيلۍ څخه د برېښڼا پیدا كولو ټربائن لګولو له خوښي لري۔نديم بابر ووئيل توان د هېواد په معاشي صورتحال او د جي ډي پي پھ وده كښې مهم كردار لري۔ده د پېټروليم ډويژن نوو پروژو په حقله هم ووئيل حكومت د 7 بدلونونو سره د تېل او ګاز يو نوې پالېسي رامخې ته كوي دا به تر اګست كابينې ته وړاندې كړی شي او د كابينې منظورۍ نه به وروستو پرې عمل كولې شي۔ده ووئيل هېواد كښې دا وخت 3 لك 61 زر ګير چاپېره كلوميټره زمكه باندې د تېل?? او ګاز لټون روان دې چې تراوسه پكښې 1100 كلوميټره باندې د تېل?? او ګاز كوهيان كښنستلې شوي ۔ده ووئيل پاكستان كښې د تېل?? او ګاز راوتلو نتائج ډېر په زړه پوري دي۔د وروڼو اسلامي هېوادونو سعودي او عرب امارات پھ مرسته به د لويو ريفائنري جوړول?? او د اوسنو فېكټريو پراختيا سره ځايې ضروريات ترسره كولو ل?? مرسته ترلاسه شي۔