اسلام آباد 28 مئی (اے پی پی)د مواصلات وفاقي وزير مراد سعيد وئېلي دي نواز شريف د خپل كرپشن په سبب په زندان كښې پروت دے ٬د اتو??ي پروګرام حقيقي محسن ډاكټر عبدال??دي?? خان دے ٬ د 30 زره اربه قرو باوجود په هېواد كښې د روغتونونو او تعليمې ادارو كمې دے ٬پاكستان كښې يو هم روغتون داسې نشته چرته چې هغوي خپله درملنه وكړي ۔د نهې په ورځ قامي اسمبلۍ كښې ده ووئيل د اتومي چاودنو سره د هېواد دفاع قوي شوې بايد مونږ ډاكټر عبدال??دي?? خان هېر نه كړو٬ د پاك پوځ پشمول مونږ ټولو له به دا عهد كول وي چې مونږ ته به د هېواد د نظرياتي او جغرافيائي پولو تحفظ باوري كول وي۔ده ووئيل كه څوك په زندان كښې دي نو د خپل كرپشن په وجه دې٬د يو تكبير پھ وجه هغه په زندان كښې نه دې۔ده ووئيل معيشت ځكه خراب دے چې 30 زره اربه قرض چرته خرڅ كړې شوې۔ده ووئيل هغوي د صحت د خرابۍ په بهانه لندن ته ځي٬شهباز شريف اوس هم په لندن كښې دے ٬په وړومبي ځل به نواز شريف اختر په پاكستان كښې ولمانځي۔ده ووئيل مونږ له به دا عهد كول وي چې د هر قسم تفرقات نه ځانله د پاكستان خذمت وكړو۔ده ووئيل پاكستان د عمران خ??ن په مشرۍ كښې د بحرانونو څخه راوځي۔د پاكستان معيشت به مستحكم شي او د نړۍ په نقشه كښې به د يو فلاحي رياست په توګه رامخې ته شي