??سل??م آباد 15 جون (اے پي پي﴾ د احتساب قومي بيور﴿نېب﴾ په العزيزيه ريفرنس كښې د نواز شريف د سزا معطلې په خواست په ??سل??م آباد هائي كورټ كښې جواب جمع كړو چې پكښې د خواست مخالفت شوے۔ د خالي په ورځ د نېټ دوهم پراسيكيوټر جنرل سردار مظفر عباسي د نېب جواب په ??سل??م آباد هائي كورټ كښې جمع كړو۔ ن??ب د 12 پاڼو په جواب كښې دريځ خپل كړے چې د احتساب عدالت د ټ??لو شواهدو د جاج اخستلو نه پس نواز شريف ته د 7 كاله قېد سزا اورولې۔ نواز شريف سزا شوې مجرم دے٬ د هغه سزا معطل كولو سره نه شي خوشې كېدے۔ نېب په خپل ځواب كښې وئيلي دي چې د العزيزيه په ريفرنس كښې د سزا په ضد خواست هم تر اورېدنه لاندې ??ے٬ چې كله د سزا په ضد د خواست اورېدنه مقرر شي نو بيا د سزا معطلې خواست د اورېدنې وړ نه وي۔ د نېب په ځواب كښې وئيلي شوي دي چې په طبي راپورنو كښې د نواز شريف په سمدستي توګه د سرجرې سپارښت نه دے شوے٬ د ده صحت د اندېښنې وړ نه دے او د طبي راپورونو له مخې د نواز شريف ژوند ته هېڅ خطر نشته۔ د ده د سزا معطلې خواست د اورېدنې وړ نه دے كوم دې چې خارج كړے شي۔ په دې ??واست به اورېدنه د ??سل??م آباد په هائي كورټ كښې اوس د جون په 19مه نېټه كېږي۔ ن??ب د خپل تحريري ځواب اېډوانس كاپي د نواز شريف وكيلانو ته هم لېږلې۔