اسلام آباد ۔ 16 اکتوبر (اے پی پی) د سائنس او ټېكنالوجي وفاقي وزير فواد چوهدري د ملازمتونو په حقله د خپل بيان يو وارې بيا سپيناوې كولو سره وئيلي دي تېره ورځ په يوه دستوره كښې د ملازمتونو په اړه زما بيان په ناسمه تناظر كښې وړاندې كړې شوې۔ زما دعوی دا وه او هغه نن هم ده چې سركاري ملازمتونه وركول د معيشت مستقل حل نه دے۔ د شورؤ په ورځ وفاقي وزير د وډيو پېغام د لارې ووئيل كه تحریک انصاف د يو كروړ ملازمتونو وئيلي دي نو د دې دا مطلب نه دے چې يو كروړ سركاري ملازمتونه به وركولې شي۔ د ??كو??ت كار داسې موقعې راپېدا كول دي كومو سره چې ملازمتونه رامخې ته شي۔ ده ووئيل د هېواد په ټولو ملازمتونو كښې د ??كو??تي ورك فورس تناسب 6 فيصده دے۔ باقي پاتې 94 فیصده ملازمتونه د پرائیوېټ سېكټر دي۔ كه مونږ 6 فيصد يو په دوه هم كړو بياهم د روزګا?? مسئله حل كېدې نه شي۔ فواد چوهدري ووئيل كه داسې وكړې شي هم نو معيشت سره سره به ??كو??تي ادارې هم كښېني۔ فواد چوهدري ووئيل بې درېغه سركاري ملازمتونو وركولو سره ادارې دېواليه كول د پي پي او ن ليګ ??كو??تونو كار ؤ ۔ ده ووئيل د مېرټ په ضد خلق بھرتي كړې شول چې ورسره د ادارو كاركردګي وځپلې شوه او معيشت ته زيان رسېدلې