میانوالي 22 نومبر (اے پی پی) وزیراعظم عمران خان وئيل دي زه خپلې چوكۍ ساتلو له نه بدلون راوستو له اقتدار له راغلې يم٬ زمونږ په هڅو هېواد په سم لوري رو??ن شوے ٬ پاتې طبقو او سيمو ته به پرمختګ وركوٶ٬ دا به ښاېم چې په ګرانۍ څنګه قابو م??ندلې كېږي٬ بدلون به هله راځي چې كله مافياز ته ماتې وركړې شي ٬ شريفې كورنۍ پېسه پټولو نه پس بهر منتقل كړې٬ مخالفه ډله هڅې كوې چې د څه وركړې راكړې د لارې د لوټ مار مقدمو څخه په څه ځان بچ كړي٬ كه دوي په څه ډول پرېښودې شي يا دوي سره ډيل وكړو نو دا به هېواد سره لويه غداري وي٬ د الوتكې او د لندن هوا سره ناروغه يو دم سم شو٬ داسې بلدياتي نظام رالو چې ورسره به فنډز په كليواله كچه منتخب كړې خلق پخپله د خرڅ كولو مجاز وي٬ ښارونو كښې به پھ ډائرېكټ الېكشن ناظم جوړېږي۔ وزیراعظم عمران خان دا خبرې د جمعې په ورځ ميانوالي كښې د مور او ماشوم صحت په اړه د سنټر د بنياد تيګې اېښودو او د پرانستې دستورې ته وكړې۔ ده ووئيل دا د سيمې حاجت ٶ٬ 23 كاله اګاهو چې ما د ميانوالي نه سېاست پېل كړو او سيمه كښې وګرځېدم نو زه د سيمې د اولس د ستونزو نه خبر شوم٬ د لرې پرتو سيمو د خلقو لويه مسئله د رو??تون وي كله چي دوي ته د درملنې او رو??تون آسانۍ ترلاسه نه وي او رانځوران پېنډۍ٬ لاهور او اسلام آباد غوندې لويو رو??تونونو ته بوځي۔ وزيراعظم ووئيل د ټولو نه وړاندې مو??ږ له سيمې ته د رو??تون آسانۍ وركول دي او د اوبو مسئله حل كول دي٬ د واټر سپلائي سيكمونو له مو??ږ زيات فنډ بېل كړې ځكه د اوبو د نشتوالي په سوب خلق ستونزو سره مخ وؤ ۔ ده ووئېل د صحت او اوبو نه پس كوچنيانو ته تعليم لپاره آسانۍ وركول زما لوظ دے۔ وزیراعظم ووئيل ما د نمل پوهنتون منصوبه ځكه جوړه كړې چې ځائي ځوانانو ته د رو??ګار مو??عې وركړې شي٬ خو دوي هنر نه لري٬ د هنر نه غېر ملازمت نه ترلاسه كېږي ځكه مې وړاندې د ټېكنيكل كالج منصوبه جوړه كړې او بيا مې په پوهنتون بدله كړه۔ده ووئېل څومره خوشحاله چې زه په نمل پوهنتون يم په ېل څه نه يم۔ وزیراعظم ووئيل قامونه په تعليم پرمختګ كوي٬ د لوړو زده كړو چې څومره مو??عې وي هېواد دومره پرمختګ كوي۔ده ووئېل نمل پوهنتون يوه نالج سټي جوړوو ٬ د بهر نه خلق پي اېچ ډي لپاره راروان دي ۔ ده ووئيل په ميانوالي كښې پوهنتون هم پېل شوې او وائس چانسلر هم راغلې٬ دا به سركاري رو??تون نه وي۔ ده ووئېل نوموړې كاروباري شخصیت انیل مسرت په خاص توګه دا رو??تون جوړوي٬ د دې رو??تون جوړېدو سره به اولس له پېنډۍ او اسلام آباد يا لاهور ته د تګ حاجت نه وي او دوي ته به په ځائي د درملنې آسانۍ ترلاسه وي۔ وزیراعظم ووئيل زه د ميانوالي اولس سره ډېره مينه لرم٬ د ميانوالي خلق ھغه وخت ماسره اودرېدل كله چې د ګرد پاكستان نه ما يو ووټ نه ؤ ترلاسه كړې۔ د قامي اسمبلۍ غړې ټاكلې كېدو نه پس چې به زه هر خوا تللم خلقو به د خپلو مسئلو نه خبرولم۔ ده ووئېل چرته سكول او چرته د رو??تون حاجت ٶ٬ سكول ٶ استاذان نه وٶ٬ رو??تون ٶ ډاكټران نه وٶ٬ د اوبو ٬ رو??ګار او تهاڼه كلچر په مسئلو كښې خلق راګېر وو۔ ده ووئېل زورورو په بې وسو ظلم كولو ٬ بې وسو ته انصاف نه ترلاسه كېدو خو نن زه وزیراعظم يم٬ مو??ږ له دا نظام بدلول دي٬ او داسې نظام راولو چې د اولس مسئلې حل شي۔ ده ووئېل مو??ږ به داسې بلدياتي نظام وړاندې كوٶ چې ورسره به د اولس مسئلې حل شي۔ وزيراعظم عمران خان ووئېل كومو هېوادونو چې پرمختګ كړې د خپل بلدياتي نظام په سوب ئې كړې ٫ كوم نظام چې په مو??ږ په پنجاب او خېبرپښتونخوا كښې وړاندې كوٶ٬ ھغه د دې نه وړاندې كله نه دې معرفي كړې شوې٬ د دې نظام له مخ?? به فنانس كمېشن او فنانس اېوارډ جوړېږې او د صوبې پېسه به ضلع او كلي ته ځي او د كلي په كچه به د بلدياتي نظام له مخ?? ټاكلې شوې خلق دا پرېكړې كوي چې ترلاسه فنډ كوم ځائ او څنګه خرڅ كول دي۔ ده ووئېل د كلي الېكشن به په غېر سياسي بنيادونو وي٬ د كلي په كچه به اولس پخپلو تهاڼو او د صحت په نظام نظر لري۔ وزیراعظم ووئيل په ہ کنټینر ولاړو كسانو وئيلې پاكستان تباه شوې٬ زه نن وئيل غواړم چې هېواد چرته ٶ او نن كوم ځائ ولاړ دے۔ ده ووئيل د كال 2018 نه پس چې مو??ږ ته كوم پاكستان پاتې ؤ ھغه سخت مالياتي زيان او د كرنټ اكاٶنټ خسارې سره مخ ٶ٬ يو حكومت ته داسې تاريخي زيان په ورثه كښې نه ؤ پاتي كوم چې مو??ږ ته ؤ۔ ده ووئېل د 1200 اربه روپو ګرځېنده قرض راپاتې ٶ او ن ليګ ته 450 اربه روپۍ زياتې شوې و۔ ده ووئيل كومه وضعه جې رو??نه په هغې كښې ډالر 300 يا 250 ته هم رسېدلې شو٬ د روپۍ قدر ټېټېدو سره تېل٬ غوړي٬ برېښنا٬ اېل اېن جي ٬ ګاز او د ټرانسپورټ پشمول هر څيز ګران شوې٬ دغسې ګرانې زياته