اسلام آباد 05 جنوري (اے پي پي) د پاك پوځ د اولسي اړيكو څانګې ﴿آئي اېس پي آر﴾ ډائرېكټر جنرل مېجر جنرال آصف غفو?? وئيلي دي چې پاكستان به امن لپاره خپل كردار ترسره كوي، پاكستان به د امريكې او ا??را?? ترمېنځه په روانه شخړه كښې فريق نه جوړېږي. د اتوار په ورځ يو نجي ټي وي چېنل سره په خبرو كښې مېجر جنرال آصف غفور و??ئي?? چې په خپله خاوره مو ترهګرې ته ماتې وركړې او د دې خاتمه مو كړې، پاكستان به خپله خاوره د چا په ضد د كارولو اجازه ورنه كړي. ده د امريكې لخوا د پاك پوځ د تربيې پروګرام د بحالې په تناظر كښې د ا??را?? په اړه په پالېسې د بدلون په اړه د هندي مېډيا دعوې رد كړې او دا ئې پروپېګنډه ا?? فېك نيوز وګرځولو او وې ??ئي?? چې په دې معامله د تېرو څلور پنځو مياشتو نه د دواړو هېوادونو خبرې روانې وې.