اسلام آباد 25 جنوري (اے پي پي) د وزيراعظم د اطلاعاتو او خپر??نو خاص مرستيالې ډاكټر فردوس عاشق اعوان د اولسي جهموريه چين د نوي كال په موقع چينائي اولس ته مباركي وركړې او وئيلي ئې دي چې د هر نوي كال سره د پاكستان او چين اړيكې د قوي نه قوي كېږي. د خالي په ورځ پھ ټويټر په ??پل يو ټويټ كښې د وزيراعظم خاص مرستيالې ووئيل چې د چين دوستي د پاكستان لويه اثاثه ده. هغې ووئيل چې د چين پاكستان اقتصادي لار﴿س?? پېك﴾ د دواړو هېواد??نو د لازوال دوستې روښانه عكاسي ده. د وزيراعظم د اطلاعاتو او خپر??نو خاص مرستيالې ډاكټر فردوس عاشق اعوان ووئيل چې د اقتصادي لارې دوهم پړاٶ پېل شوے چې له مخې به ئې خاص صنعتي ځايونه جوړولې شي. دا ځايونه به د برآمدي څانګې د تقويت، پائيدار معاشي پرمختګ ترلاسه كولو او د ځائي صنعت د ودې سبب وګرځي. د وزيراعظم خاص مرستيالې ووئيل چې چين د ازمېښت په هر وخت كښې د پاكستان ملګرتيا كړے. هغې ووئيل چې چين د كشمير په مسئله په ??پينو ټكو كښې د پاكستان د اصولي دريځ ملاتړ كړے. د چين او پاكستان دوستي د دواړو هېواد??نو د اولس ترمېنځه د محبت او ورورولې عظيم مثا?? دے.