پېښور ۔23مارچ (اے پی پی) پېښور كښې د كورونا وا??رس وبا له امله د پاكستان ورځ سادګۍ ??ره ولمانځلې شوه۔ په صوبائي پلازمينه كښې د ورځې پېل د 21 توپو سلامۍ ??ره وشو۔ په دې مهال د تكبير او د پاكستان زنده باد نعرې پورته كړې شوې۔ په جوماتونو كښې د س??ر لمونځ څخه وروستو د ګران هېواد سلامتيا ٬ پرمختګ او سوكالۍ په شمول كورونا وا??رس څخه د خلاصي دعاګانې وغوښتلې شوې۔ د پاكستان ورځې په لړ كښې په کرنل شېرخان شهید سټېډیم پېښور كښې د س??ر لمونځ څخه وروستو يوه ساده دستوره وشوه۔ ددې ورځې مناسبت ??ره پرېډ ګراؤنډ او ګورنر هاؤس پېښور كښې د قامي اعزازاتو دستوره د كورونا وا??رس دلاسه وړاندې منسوخ كړې شوې وه۔ دغسې په سركاري او غېر سركاري كچه هم پېښور كښ?? كومه دستوره ونكړې شوه۔ بياهم د ورځې په پېل جوماتونو ٬ ګرجا ګھرو ٬ مندرونو او ګوردوارو كښې د عبادت په مهال د هېواد سلامتيا ٬ پرمختګ ٬ سوكالۍ او په خاص توګه د كورونا وا??رس وبا څخه د بچ كېدو دعاګانې وغوښتلې شوې۔