اسلام آباد ۔ 01 اپرېل (اے پی پی) د خارجه وزير مخد??م شاہ محمود قرېشی په مشرۍ كښې د شورؤ په ورځ د كورونا وبائي چېلنج مخنيوي حوالې سره د لوړې كچې غونډه وشوه۔ غونډه كښې ??هر هېواد??نو كښې خپل وطن ته راتللو ته د انتظار كوؤنكو پاكستانو وګرو بېرته راتلل ممكن كولو له د بېلو اړخ??نو جاج واخستې شو۔ غونډه كښې د هوا بازۍ وفاقي وزير غلام سرور خان، د سمندر پورې پاكستانيانو خاص مرستيال سید ذوالفقار بخاری، د نېشنل سېكورټي خاص مرستيال ډاکټر معید یوسف، خارجه سېكتر سهېل محمود، د هوا بازۍ ډويژن سېكتر حسن ناصر جامی او د خارجه وزارت په شمول اعلی عسكري چارواكو هم ګډون وكړو۔ خارجه وزير ووئيل دې څخه وړاندې په شوو درېو غونډو كښې مونږ اېوی اېشن اتھارټی، اوورسیز ډویژن، نېشنل انسټی ټیوټ آف هېلت، پی آئی اے او نورو اړوندو ادارو څخه وړاندېزونه اخستي وو او په دغه وړاندېز??نو بشپړ مشاورت شوې۔ ده ووئيل زمونږ تر ټولو اولنۍ ترجيح پاكستان ته د هغه كسانو بېرته راو??ل دي كوم چې د نړۍ په بېلو هوائي مېدان??نو كښې ګې?? دي۔ دې مقصد لپاره مونږ خارجه وزارت كښې په سمدستي توګه کرائسز مېنجمنټ سېل جوړ كړو كوم چې ګرده نړۍ كښې د پاكستان سفارتخانو سره پرله پسې تماس كښې دے۔ شاہ محمود قرېشی ووئيل تھائی لېنډ څخه د ټېسټ فلائیټ د لارې 170 مسافر راوستلې شول او د دې ټولو ټېسټ وكړې شو۔ الحمد لله ټول ټېسټونه منفي ثابت شول۔ ده ووئيل مونږ له به په ټولو هوائي مېدان??نو مثبت كېس??نو له د قرنطينه په شمول د نورو ټولو طبي آسانيو رسنه باوري كول وي۔ ده ووئيل دا مهال په زياتره هېواد??نو كښې د لاك ډاؤن دلاسه فلائټس آپرېشن معطل دے۔ د پی آئی اے لخوا په دې اړه د شوو تيارو حوالې سره ګډون كوؤنكو ته بريفنګ وركړې شو۔ غونډه كښې د اپرېل په 4 مه نېټه د نړيوال فلائيټس بحال كېدو په صورت د تګلارې مرتب كولو په اړه مشاورت وكړې شو۔ په دې غونډه كښې چې په كومو وړاندېز??نو صلا راغله هغه به د نېشنل كوآرډينېشن راروانې غونډې ته منظورۍ له وړاندې كولې شي