اسلام آباد 03 جون (اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير سېنېټر شبلي فراز وئيلي دي د شهباز شريف نامه په اي سي ا??ل كښې په اچولو غور روان دے، ھغه څه وخت هم نېولې كېدې شي ‘ د پنځوسو روپو په اسټامپ پېپر شهباز شريف د تګ ضمانت وركړے، نواز شر??ف په لندن كښې روغ جوړ ګ??ځي?? دوي سره چې كله اقتدار نه وي نو د هېواد نه لاړ شي، د شريفې كورنۍ هر څه بهر دي، هېواد ته يوازې اقتدار لپاره راځي، د سياست نه كاروبار جوړونكې اولس مسترد ك??ي، څوك بايد غلط فهمۍ اونه لري ٬ د احتساب عمل به په هېڅ صورت نه اودرېږي، پي ټي آئي د نظرياتي خلقو ګوند دے كوم چې په مورثي سياست باور نه لري٬ حكومت د اېس او پيز معرفي كولو نه پس مرحله وار او په محدود ك??ه معاشي هلې ځلې پېل كړي، كه اېس او پيز نظر انداز كړے شول نو لاك ډآٶن به سخت كړٶ۔ د شورو په ورځ د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير سېنېټر شبلي فراز د رېلوے پارلماني سېكتر فرخ حبيب سره ميډيا ته د بريفنګ په مهال ووئيل د كرونا له امله د صوبائي او قامي اسمبلۍ غړو په حق رسېدو افسوس لرو٬ د كرونا وبا په بيړه په پاكستان كښې خپرېږي‘ حکومت د کرونا وبا پرله پسې جاج اخلي٬ د لاك ډآٶن لائحه تر نظره ساتلو سره حكومت د بې وسه طبقو هم سوچ كوي۔