د لوئے اختر په مهال او دې نه وروستو به هم په اېس او پيز عمل كول دي۔
پاكستانې قوم به دې امتحان كښې بريالې شي۔
اسلام آباد۔01 اګست (اے پی پی) خارجه و??ير مخدوم شاه محمود قرېشي د لوئے اختر دخوشحالۍ په موقعه ټو?? پاكستاني قوم ته مباركي وركولو سره وئيلي دي د کورونا وائرس وباﺀ په سبب دا اختر د لوئے آزمائش اختر دے۔ مونږ ټو??و له به د يو قام په حېث دې عفريت له ماتې وركول وي۔ د لوئے څښتن په فضل ما دې رنځ ته ماتې وركړې ده۔ خارجه و??ير ووئيل تاسو وينۍ چې د كورونا وائرس انفېكشن رېټ تر ډېره حده پرېوتلې دې۔ روغتونونو كښې د رنځورانو شمېره تندۍ سره مخ په كمېدو ده۔ زه ټو?? قام ته خواست ك??م چې مونږ ??ه به غافل كېدل نه وي۔ مونږ ??ه به احتياط پرېښودل نه وي۔ مونږ ??ه به د لوئے اختر په مهال او دې نه وروستو به هم په اېس او پيز عمل درآمد كول وي۔ ده ووئيل د محرم الحرام مياشت راروانه ده۔ ټو?? د عزادارۍ احترام كوي ولې مونږ ??ه به احتياطي تقاضې هم ترسره كول وي دغسې چې دې صورتحال نه بهر ووتلې شؤ۔ ده هيله څرګنده كړه چې كه لوئے څښتن ته منظور وي نو پاكستانې قوم به دې امتحان كښې بريالې شي۔ ده ووئيل زما لخوا ټو?? اولس او د ګردې نړۍ مسلمانانو ته دې دا لوئے اختر مبارك وي۔