اسلام آباد 13 اګست (اے پي پي) د منصوبه بندې، پرمختګ او اصلاحات وفاقي وزير اسد عمر وئيلي دي د سي پېك په دوهم ??ړا?? كښې د صنعتي ځايونو جوړولو او زرعي څانګې ته پام كولې شي، په دې لړ كښې خاص مذاكرات روان دي، په سماجي او معاشي څانګو كښې بهترې لپاره مرسته زياتولې شي، كومه چې د دې خبرې ثبوت دے چې د سي پېك په پروژو كښې مضبوطيا او پراختيا روانه ده. ده دا خبرې دوستې راډيو سره په ځانګړې مركه كښې كړي. وفاقي وزير د سي پېك دوهم ??ړا?? د ډاډ وړ ګرځولو سره ووئيل په اوسني وخت كښې در?? څانګو ته خاص پام كولې شي. په فېصل آباد كښې د وړومبي اقتصادي زون پرانسته شوې او د رشكئي اقتصادي زون لپاره لوظنامه شوې. وفاقي وزير ووئيل د چين د صنعتي ادارو لخوا په پاكستان كښې معاشي چارې پېل كول د حكومت د خواهشاتو له مخې دي. وفاقي وزير ووئيل د سندھ په دهابيجي سيمه كښې ډېر زر د پرمختګ امكان دے. وفاقي وزير ووئيل د درېم?? څانګې له مخې اېكنك د اېم اېل ون پروژې منظوري وركړې كومه چې نه يوازې د پاكستان رېلوے د تاريخ بلكې د سي پېك هم تر ټولو لويه پروژه ده. وفاقي وزير په هانګ كانګ كښې د ټاكنو په صورتحال د لوېديزو هېوادونو نيوكې رد كړې او وې وئيل دا د چين كورنۍ معامله ده. ده ووئيل د چين خپل سياسي نظام دے كوم چې د هغه ځائ حكومت د خپل آئين له مخې چلوي او چين دا حق لري چې هغه خپلې پرېكړې په خپله وك??ي