اسلام آباد ۔ 19 اګست (اے پ?? پی)وزيرا??ظم عمران خان وئېلي دي د هېواد معيشت ښه كولو لپاره به ځوانان اسټيك هولډر جوړول وي٬جوان پروګرام د كورونا وائرس وبا له امله د هېواد په معيشت منفي اثرات خاتمې لپاره ډېر ضروري دے٬د پيسو وېشلو عمل دې لا ګړندے او په سپيځلې ډول بشپړ كړے شي٬ځوان كل له به هر ډول آسانۍ وركولې شي۔د وزيرا??ظم آفس مېډيا ونګ له مخې د دې خيالاتو څرګندونه وزيرا??ظم د خاص مرستيال عثمان ډار او د خزا??ې صلاحكار عبدالحفيظ شېخ سره په خبرو كښ?? كړې چا چې د هغه سره د شورو په ورځ ملاقات كولو۔په ملاقات كښ?? وزيرا??ظم عمران خان ته د كامياب جوان پروګرام په تازه شمېرو بريفنګ وركړے شو او د پروګرام له مخې په ځوانانو كښ?? د پېسو وېشلو د عمل په تندوالي هم مشاورت وشو۔په څو ورځو كښ?? د 30 زره څخه زياتو ځوانانو د روپو ترلاسه كولو درخواستونه وركړي۔بريفنګ كښ?? وزيرا??ظم ته ووئيل شول د ځوانانو آسانيو لپاره به 21 بېنكونه د روپو ويشلو عمل بشپړ كړي۔تراوسه 1 ارب روپۍ ځوانانو ??ه وركړے شوي او د نورو 53 اربه روپو درخواستونه ترلاسه شوي۔په دې موقع وزيرا??ظم عمران خان ووئيل د روپو وېشلو عمل لا ګړندے او په سپيځلې ډول بشپړ كړئ ۔د كورونا د هېواد په معيشت منفي اثرات خاتمې لپاره دا پروګرام ډېر ضروري دے۔ده ووئيل د هېواد معيشت ښه كولو لپاره به ځوانان اسټيك هولډر جوړول وي٬ځوانانو ته به هر هغه آسانۍ وركوو كومو سره چې دوي د روزګار موقعې ترلاسه كړي۔د پروګرام په مهال د روپو د تقسيم په عمل دې مكمل نظر وساتلے شي۔وزيرا??ظم ووئيل بايد په سپيځلتيا او مېرټ په يوه كچه هم سمجهوته ونه شي۔د كامياب جوان پروګرام په خپله مانيټرنګ كوم۔وزيرا??ظم د پروګرام په اړه د مياشتنيز بريفنګ اخستلو پريكړه كولو سره خاص مرستيال عثمان ډار ته هره مياشت پس د جائزه رپورټ وړاندې كولو هدايت وكړو۔دغسې وزيرا??ظم تراوسه د پروګرام په پرمختګ د اطمينان څرګندونه وكړه