لاهور۔18اکتوبر (اے پی پی) د مدرسه عربيه تبليغي مركز رائيونډ شېخ الحديث او د هېواد نو??وړې عالم دين او مبلغ حضرت مولانا عبد الرحمن په مړينه د جامعه اشرفيه لاهور مهتمم مولانا حافظ فضل الرحیم اشرفی، نائب مهتمم و ناظم اعلیٰ مولانا قاری ارشد عبید، مولانا احمد حسن، حافظ اسعد عبید، حافظ اجود عبید، مولانا محمد اکرم کاشمیری، پروفېسر مولانا محمد یوسف خان، مولانا فهیم الحسن تھانوی او مولانا مجیب الرحمن ان??لابی غمرازي كولو سره وئيلي دي چې د حضرت مولانا عبد الرحمن ټول ژوند په درس او تدريس ٬ دعوت او تبليغ او د دين خپرولو كښې تېر شو۔ ارواښاد د پخواني امير حاجي عبد الوهاب نزدې ملګرے او د تبليغي جماعت نو??وړي مبلغ مولانا طارق جميل په شمول د يو شمېر نو??وړو علماﺀ كرامو استاذ وو۔ د مولانا عبدالرحمن په حق رسېدو سر?? هېواد د اسلام يو داعي او نو??وړي عالم نه محروم شو۔ هغه دعا وكړه چې لوئے څښتن دے ارواښاد له د خپل رحم په پلو كښې ځائې او غمجنې كورنۍ له د زغم توفيق وركړي