اسلام آباد۔31اکتوبر (اے پی پی) خارجه وزير شاه محمود قرېشي وئيلي دي چې د پ??كس??ان حكومت او ټول اولس په دې سخت وخ?? كښې خپل ترك وروڼو سره ولاړ دے او د دوئي هر ډول مرسته كولو له چمتو دے۔ خارجه وزير د خالي په ورځ خپل ترك همڅنګ میولوت چاوش اولو سره ټېلېفوني تماس ونيولو او هغه سره ئې د تركيه ازمير ښار كښې په راغلې سخته زلزلې او د مرستې په كارروائ??و بشپړه خبرې وكړې۔ ترك خارجه وزير خپلو خبرو كښی ووئيل په رېكټر سكېل ددې زلزلې شدت 6.6 وو۔ تر دې دمه 24 كسان مړه شوي او 804 ژوبل شوي دي۔ 17 نه زياتې ودانې راپرېوتوې دي۔ خارجه وزير د زلزلې د لاسه په شوي ځاني او مالي زيان د غم دړد او افسوس څرګندونه وكړه او د حق رسېدليو كسانو ??ورنيو سره ئې غمرازي او ژوبل شويو له د زر روغتيا دعا وكړه۔ خارجه وزير ووئيل د پ??كس??ان خلك د كال 2005ﺀ زلزلې نه وروستو د ترك اولس لخوا پ??كس??ان سره كړی مرسته هېرولې نه شي۔ هغه ووئيل د پ??كس??ان حكومت او ټول اولس په دې سخت وخ?? كښې خپل ترك وروڼو سره ولاړ دے او د دوئي هر ډول مرسته كولو له چمتو دے۔ هغه د پ??كس??ان لخوا د زلزله ځپل??و بحالۍ له د مرستې ډلو او فيلډ روغتون لېږلو پېشكش هم وكړو۔ ترك خارجه وزير د مرستې په پېشكش او د نېكو هيلو په څرګندونه د خپلې مشرتابه لخوا د صدر پ??كس??ان ٬ عمران خان او اولس مننه كولو سره ووئيل ترك حكومت د زلزله ځپل??و بيا بحالۍ له ټولې وسائل كاروي۔هغه ووئيل كوم مادي مرستې ته دا مهال اړتيا نه لرو او كه ضرورت محسوس شو نو د خپلو پ??كس??اني وروڼو دا پېشكش به تر ټولو اول قبلوؤ۔