کوئټه 29 دسمبر(اے پي پي) د كورنيو چارو وفاقي وزير احسن اقبال د کوئټه سېف سټ?? پراجېكټ په هنګامي بنيادونو د بشپړولو او د اسلام آباد او لاهور د منصو??و څخه د استفاده كولو امر كړے دے۔ وفاقي وزير دا امر د جمعې په ورځ د مېتھوډېسټ كليسا كوئټه دورې په مهال كړې۔ په دې موقع د بلوچستان پوليس ان??پكټر جنرل معظم جاہ ان??اري وفاقي وزير ته د دسمبر په 17مه نيټه په كليسا د بريد پحقله بريفنګ وركولو سره ووئيل پوليس او امنيتي ځواكونو په مړانه د ترهه ګرو مقابله كولو سره په كليسا كښې موجود نارينه ٬ زنانه او ماشومان په حفاظت سره د كليسا نه رابهر كړي ??و په د ترهه ګرو په دې بزدلادنه بريد كښې 9 كسان مړه او د 50 نه زيات ژوبل شوي وو ۔ د بريفنګ په مهال ده ووئيل چې كوئټه خښې د 39 كليسو امنيت لپاره جامع ان??ظامات كړدي۔ په دې موقع د مذهبي چارو وفاقي وزير ٬ سردار محمد یوسف، د قامي اسمبلۍ غړې خلیل جارج ، ډاکټر حامد اچکزئۍ، د اسمبلۍ غړې انیتا عرفان، دوهم میئر محمد یونس بلوچ او د وزیراعلیٰ بلوچستان کوارډینیټرعلاؤ الدین کاکړ هم موجود ٶ۔ په دې موقع پادري سائمن بشير او د مسيحې ټولې نورو كسانو سره خپلو خبرو كښې وفاقي وزير احسن اقبال ووئيل په كليسا بريد كوٶنكې د خوږ هېواد او ان??انيت دښمنان دي٬ د عبادت ځايونه د قام امانت وي٬ د اولس تحفظ د حكومت وړومبۍ ت??جي?? ده۔ په دې موقع پادري سائمن بشير د وفاقي حكومت لخوا په بشپړه مرسته ٬ د كليسا د بيا رغونې او په پېښه كښې د مړه شوعيو كسانو كورنيو لپاره د معاوضې په اعلان كولو د وفاقي وزير احسن اقبال مننه وكړه