اسلام آباد 22 جنوري (اے پي پي) د سعودي عربستان سمندري ځواك دوهم مشر فهد بن عبدا??له د نيول هېډكوارټر دوره وكړه او د پاك سمندري ځواك مشر اېډمرل ظفرمحمود عباسي سره يې ملا??ات وكرو۔نيول هېډكوارټر ته په راتلو د پاك سمندري ځواك مشر د سعودي عربستان سمندري ځواك دوهم مشر هركلے وكړو۔د پاك سمندري ځواك يوې چمتو ډ??ې ګران مېلما ته سلامي وركړه۔د سلامۍ څخه وروستو ګران مېلما سره چيف آف سټاف او په نيول هېډكوارټر كښې پرنسپل سټاف آفيسرز معرفي كړې شول۔ دې څخه وروستو فهد بن عبدا??له د پاك سمندري ځواك مش?? سره ملا??ات وكړو۔ملا??ات كښې په پېشه وره چارو او دوه اړخيزه سمندري شريكوالۍ د خيالاتو څرګندونه وشوه۔د دوارو هېوادنو ترمينځه د مرستې په بېلو څانګو هم غور وشو۔ګران مېلما ته يو بشپړ بريفنګ وركړې شو۔د خپلې دورې په دوهم پړاؤ كښې به وائس اېډمرل فهد بن عبدا??له لاهور او كراچۍ كښې نيول فيلډ كمانډز سره ملاقاتونه كوي۔د پاك سمندري ځواك او رائل سعودي نيول فورسز ترمينځه د ورورولۍ پخوانۍ اړيكې دي۔د رائل سعودي نيول فورسز جوړېدو كلونو په مهال د پاك سمندري ځواك لخوا وركړې شوي تربيتي آسانيو او تكنيكي مشاورت د دواړو هېوادونو د سمندري ځواكونو ترمينځه د نزدې اړيكو د ودې بنياد اېښودلې۔ د رائل سعودي نيول فورسز يو شمېر سينئر افسران پاكستان كښې تربيه كړې شوي۔ دا خبره د يادونې وړ ده چې فهد بن عبدا??له د سعودي نيول فورسز درېم پرله پسې مشر دې كوم چې د پاكستان نيول اكېډمي ګريجوېټ دې۔د خپل منصب سنبهالولو څخه وروستو دا د ده اولنۍ غېر ملكي دوره ده كومه چې پاكستان سره د ده د نزدې تعلق څرګندونه كوي۔د ده دې دورې سره به د دواړو هېوادونو د سمندري ځواكونو ترمينځه اړيكې لا مستحكم شي