اسلام آباد15 فروری (اے پی پی)وزيراعظم شاهد خاقان ??باسي وئېلي دي وفاقي حكومت د ګلګت بلتستان ??ولس سماجي٬اقتصادي پرمختګ او ښېګړې لپاره عزم لري٬سي پېك سره به د سيمې اولس ته نوې اقتصادي موقعې په لاس ورشي۔ده دا خبره د ګلګت بلتستان ??علٰی وزير حفيظ الرحمان ??ره د ملاقات په مهال په خپلو خبرو كښې وكړه۔په دې مهال د كشمير او ګلګت بلتستان چارو وفاقي وزير چوهدري برجيس طاهر٬د پلاننګ كمېشن دوهم چيئرم??ن سرتاج عزيز او نور اعلٰی چارواكي هم موقع موجود وو۔د ګلګت بلتستان ??علٰی وزير وزيراعظم د سي پېك تر سيوري لاندې د ځينې مهمو منصوبو پشمول د بېلو پرمختيائي منصوبو په اړه خبر كړو۔ګلګت بلتستان كښې د برېښنا وضعې په اړه خپل بريفنګ كښې حفيظ الرحمان ووئيل موجوده حكومت د تېرو دوو كلونو په مهال موجوده 82 مېګاواټ برېښنا كومه چې د تېرو 70 كلونو څخه سيمه كښې پیدا كېدله 54 مېګاواټ زياتوالې كړې۔ده وزيراعظم ته ووئيل د برېښنا د واجبات ترلاسه كولو صورتحال هم ښكاره ښه شوے او دا مهال وصولۍ نزدې 80 فيصده ته رسېدلې۔ده ووئيل په پاور ګرېډ جوړولو هم كار روان ??ے۔اعلٰی وزير ووئيل د سي پېك تر سيوري لاندې د 180 مېګاواټ استعداد لرونكې برېښنا دوه منصوبې به د سيمې د توان ??اجت ترسره كولو له مرستيالې وګرځي۔ده وزيراعظم منطقه كښې د سېلګرۍ ودې لپاره د ګلګت بلتستان ??كومت هڅو څخه هم خبر كړو۔اعلٰی وزير وړاندېز وركړو چې ګلګت لپاره د پي آئي اے پ??وازونو زياتوالې سره به سيمه كښې سېلګرې وده ومومي ۔اعلٰی وزيراعظم د كينسر روغتون٬مېډيكل كالج او د كارډيالوجي سنټر جوړولو پشمول د ګلګت بلتستان ??ولس لپاره په بېلو لويو منصوبو د پېشرفت په اړه هم خبر كړو۔وزيراعظم اعلٰی وزير له باور وركړو چې د سي پيك تر سيوري لاندې ګلګت بلتستان ??ره اړوندو ټولو منصوبو ته زر تر زره حتمي شكل وركول او عملدرآمد له به ګامونه پورته كولې شي۔ده ووئيل دير چ??را?? سي پېك لينك روډ منصوبې ته هم خاص پام لرنه كولې شي