اسلام آباد 13 ستمبر (اے پی پی) د پارلمان پبلك اكاٶنټس كمېټۍ (پي اے سي) په غونډه كښې د من??وب?? بندۍ او پرمختګ وزارت لخوا په بريفنګ د عدم اطمينان څرګندونه كولو سره وئيلي دي چې د زارتونو غلطيانې حكومتونه او رياستونه زغمي٬ مونږ له به دا نظام سمول وي٬ كمېټۍ من??وب?? بندۍ٬ خزانې او د مواصلاتو سېكتران د اكتوبر په 4مه نيټه راوبلل۔ د پي اے سي غونډه د شورو په ورځ د چيئرمېن سيد خورشيد شاه په مشرۍ كښې وشوه چې پكښې د كمېټ?? غړو سيد نويد قمر٬ شاهده اخترعلي٬ سردار عاشق ګوپانګ ٬ محمود خان اچكزئۍ٬ ډاكټر عارف علوي٬ صاحبزاده نذير سلطان پشمول نورو غړو او د اړوند ادارو چارواكو ګډون وكړو۔غونډه كښې د من??وب?? بندۍ او پرمختګ د آډټ اعتراضونو جاج واخستو۔د من??وب?? بندۍ وازارت سېكتر غونډې ته د بريفنګ په مهال ووئيل چې ټولې 1022 منصوبې دي چې پكښې په 582 من??وب?? كار روان دې او دې لپاره 536 اربه ??وپ?? بېلې كړې شوې دي۔ 420 نوې منصوبې دي چې پكښې ځينې پي ايس ډي پي سره تعلق لري٬ د ټولو من??وب?? لګښت 1318 اربه ??وپ?? ده٬ د وزارتونو پحقله 1018 منصوبې دي او دې لپاره 866 اربه ??وپ?? بېلې كړې شوې دي۔سيد خورشيد شاه ووئيل د دې من??وب?? په بشپړېدو كښې به ??پږ نيم كاله وخت لګي كه چرې منصوبې په وخت ترسره نه شوې نو لګښت به ئې دوه كهربه ته ورسي۔ وزارت لخوا ووئيل شول چې د منصوبې عام موده د دريو نه تر پنځه كالو وي۔ سيد خورشيد شاه ووئيل د من??وب?? د معياد چې كومه طريقه كار په پاكستان كښې دے په نړۍ كښې هېچرته نشته٬ په من??وب?? 7 كاله لګي چې ورسره لګښت زياتېږي۔ ده ووئيل روانې منصوبې له ترسره شوې نه وي چې نوې منصوبې پېل شي۔ د من??وب?? بندۍ وزارت په بريفنګ پي اے سي د عدم اطمينان څرګندونه وكړه۔ سيد خورشيد شاه ووئيل چې وزارت دې ماته لار وښائي چې پي اے سي څنګه وچلوم٬ دا پي اے سي سره ټوقې دي۔د كمېټۍ د غړو لخوا د خبرو نه پس كمېټۍ من??وب?? بندۍ٬ خزانې او د مواصلاتو سېكتران د اكتوبر په 4مه نيټه راوبللې شوې او ورته امر وشو چې د سېكتران دې ځان سره يوازې اړوند چارواكي روالي