اسلام آباد 25 اکتوبر (اے پي پي) امام کعبه ډاکټر صالح بن حمید وئيلي دي زما لپاره دا د ډېره سعادت خبره ده چې د پاكستان وزيراعظم زه رابللې يم او دا موقع ئې كړې چې زه وفاقي كابينه تې مخاطب شم ٬ پاکستان خپل كور ګڼم٬ پاکستان تل د سعودي ملګرتيا كړې او هر ډول حالاتو كښې تل سعودي سره ولاړ دې۔ امام كعبه دا خبرې د وفاقي كابينې غونده كښې وكړه۔ د كابينې غونډه د وزیراعظم شاهد خاقان عباسي په مشرۍ كښې د شورو په ورځ وشوه۔ د كابينې غونډې ته خپللې وېنا كښې د كعبې امام ډاكټر صالح بن حمید ??وئ??ل زما لپاره دا د ډېره سعادت خبره ده چې د پاكستان وزيراعظم زه رابللې يم او دا موقع ئې كړې چې زه وفاقي كابينه ته مخاطب يم۔ ده ??وئ??ل زه د وزیراعظم مننه كوم او زه د خادمېن حرمېن شریفېن، د سعوي باچا ٬علماء او اولس لخوا دوي ته سلام وړاندې كوم۔ ده ??وئ??ل زه څو ځله پاكستان ته راغلې يم او پاكستان خپل كور ګڼم۔ امام کعبه ??وئ??ل دو??ړه هېوادونه خپلو كښې تاريخي او قوي اړيكې لري ۔ ده ??وئ??ل پرمختګ لپاره درې شرطونه ډېر ضروري دي٬ تقوٰې ٬ اخلاص او حسن كاركردګي۔ ده ??وئ??ل نړۍ كښې ھغه هېوادونه عدم استحكام سره مخ كېږي كوم چې خپل اتحاد او اتفاق په ځائ نه شي ساتلې او اړي ګړي سره مخ وي۔ ده ??وئ??ل خپل مينځ كښې اتحاد او اتفاق بايد په ځائ وساتلې شي او د خپلو مفادو نه په ځائې د هېواد په مفادو كښې پرېكړې وكړې شي۔