پېښور ۔20دسمبر (اے پی پی) د آزاد جموں وكشمير وزيراعظم راجه محمد فاروق حېدر د خېبر پختونخوا ګورنر اقبال ظفر جھګړا سره د شورؤ په ورځ ګورنر هاؤس پېښور كښې ملاقات ??ړے۔ دې شېبه ګھړۍ ګورنر سره ؤ او ده سره ئې خېبر پختونخوا او فاټا كښې په روانو حالاتو او په خاص توګه د امن او امان په وضعه خبرې كړې۔ په دې مهال ګورنر خپلو خبرو كښې ووئيل كشمير د پاكستان شه رګ دے۔ د كشمير مقدمه به په هره كچه مخ په وړاندې بيايو۔ ده ووئېل د كشمير مسئلې حل د كشميري اولس د خوښې ترمخه او د ملګرو ملت??نو په قرارداد??نو عمل كولو كښې دے۔ ګورنر ووئيل په هند او پاكستان ك??ې د ژوند كوؤنكو 150 كروړه وګړو د سباؤن مسئله د كشمير سوليز حل سره تړلې ده ۔ ده ووئيل پاكستان به د خپلو كشميريانو وروڼو سياسي او سفارتي ملاتړ جاري ساتي