اسلام آباد 21 جنوري (اے پي پي)د كېډ دوهم وزير ډاكټر طارق فضل چوهدري وئېلي دي د ??زيراعظم تعليمي ريفارم پروګرام درېم پړاؤ پي سي ون منظورۍ لپاره پلاننګ كمېشن لېږلې دے۔په دې ??ړاؤ كښې به نزدې ??ه درې اربه روپو لګښت 200 تعليمي ادارو كښې پرمختيائي كار بشپړ كړې شي۔د دې ??ړاؤ پھ اختتام پھ اسلام آباد كښې د فېډرل ډائرېكټورېت آف ايجوكېشن ټولو 422 كښې سول وركس او نورې تعليمي آسانۍ وركولو كار بشپړه شي۔ ده ووئېل د ښار په تاريخ كښې په وړومبي ځل د اسلام آباد په سركاري تعليمي ادارو كښې پرمختيائي كارونه كېږي۔د دې ??ول كرېډېټ پخواني وزيراعظم محمد نواز شريف٬مريم نواز او موجوده وزيراعظم شاهد خاقان عباسي ترلاسه كېږي چا چې د اسلام آباد سوشل سېكټرز په خاص توګه تعليم او روغتيا ته خاص پام كرې۔د دې خيالاتو څرګندونه دوهم وزير د اسلام آباد ماډ?? سكول كهنه ډاك نوې ودانۍ پرانستې پھ موقع په خپله وېنا كښې وكړه۔په دې ??روژه به 4 كروړ 63 لكه روپۍ لګښت راځي۔د دې څ??ه وړاندې دا سكول د كرايۍ پھ ودانۍ كښې وو كوم كښې چې د تعليمي آسانيو كمې وو او زده كوونكي مسئلو سره مخ وو