اسلام آباد 11 فروری (اے پي پي﴾ وزيرا??ظم شاهد خاقان عباسي د نامتو قانون پوهې عاصمه جهانګير په مړينه خواشيني ښودلو س??ه وئيلي دي چې د عاصمه جهانګير د مړينې په نتيجه كښې ??ېواد د يو نه يرېدونكي٬ بهادر او اصول پسند شخصيت څخه محروم شو٬ د جمهو??يت په حق كښې د عاصمه جهانګير هڅې نه هېرېدونكې دي۔ د اتوار په ورځ د غمرازې په بيان كښې ??زيرا??ظم شاهد خاقان عباسي د اروښادې بخښنې او غم جنې كورنۍ لپاره د زغم دعا وكړه۔ وزيرا??ظم شاهد خاقان عباسي پھ خپل پېغام كښې ??وئيل چې عاصمه جهانګير د بشري حقونو د سرغړونو په ضد مبارزه كړې۔ عاصمه جهانګير د ام??يت په وړاندې ودرېدلې۔ ده ووئيل چې د بې زبانه٬ بې وسه او ??ظلومانو آواز نن خاموش شو۔ د عاصمه جهانګير مړينه وكيلانو لپاره لوي زيان دے۔ د بشري حقونو تحفظ لپاره د هغې كردار د ستائنې وړ دے۔ د عاصمه جهانګير ټول ژوند عدل او انصاف او د قانون حكمرانې لپا??ه وقف و۔ د هغې مړينه ټول قوم لپاره د صدمې لمحه ده۔ وزيرا??ظم ووئيل چې عاصمه جهانګير د پاكستان په سياسي او عدالتي تاريخ كښې ??ه ختمېدونكي نقوش پريښي دي۔