لاہور۔3 مارچ(اے پی پی ) د پاكستان مسلم ليګ نون لارښود او د اطلاعاتو او خپرونو پخواني وفاقي وزير پروېز رشيد وئيلي دي د سېنېټ په ټاكنو كښې ټولې پېشګوئۍ غلطې ثابت شوې۔ دې ټاكنو دا ثابت كړې چې هېواد كښې بدلون يوازې جمهوري طريقې سره ممكن دے۔ پنجاب څخه په جنرل چوكۍ چوهدري سرور ته ترلاسه شوې ووټونه د جماعت شمېرې څخه زيات دي۔ دا د كوم اے ټي اېم مشين څخه راوتلي دي۔ ده د خالي په ورځ د پنجاب اسمبلۍ احاطه كښې ميډيا سره خبرې كولې۔ ده ووئيل كوم سياسي ګوندونه چې د صا??ق او امين دعوی كوي د نن ټاكنو ثابت كړې چې صا??ق او امين د مسلم ليګ نون مشرتابه ده۔ او څوك چې صا??ق او امين ګڼلې شي د هغوي څېرې اولس ته وړاندې شوي دي۔ ده ووئيل د سېنېټ ټاكنو په ډول ټول ټاك??ې به هم په خپل وخت كېږي۔ او هېواد كښې به بدلون يوازې د اولس د ووټونو د لارې راځي