اسلام آباد 06 مئي (اے پي پي) د خېبر پښتونخوا ګورنر اق??ال ظفر جهګړا وئيلي دي چې اوسني حكومت د اولس اسانيې ل??اره يو شمېر لوئې پروژې پېل كړې دي٬ د لويو پرمختيائي پروژو څخه ب ه د ټول هېواد اولس استفاده وكړي٬ د روټري اهميت په يو صورت هم نه شي نظر انداز ??ېدے٬ په پاكستان كښې د پوليو خاتمې ل??اره د روټري كلب خدمات د ستائنې وړ دي٬ مېرمنو د هېواد په پرمختګ كښې د سړو برابر كردار ترسره كړے۔ ده دا خبرې د اتوار په ورځ په يو ځائي هوټل كښې د اسلام آباد روټري كلب تر سيوري لاندې ??نفرنس ته د وېنا كولو په مهال وكړې۔ په دې ??وقع د روټري كلب ډسټركټ ګورنران او ځائي او نړيوال استازي هم موجود وو۔ د خېبر پښتونخوا ګورنر ووئيل چې هغه د سكول د زمانې نه روټري كلب پېژني٬ د هغه پلار د روټري كلب غړے و۔ ده ووئيل چې يو عام وګړې د روټري كلب په اړه معلومات نه لري٬ ځكه دا تجويز دے چې روټري كلب سره دې ??اكستان ولګول شي چې عام وګړې ئې علم ولري۔ ده ووئيل چې ٬ د روټري اهميت په يو صورت هم نه شي نظر انداز ??ېدے٬ په پاكستان كښې د پوليو خاتمې ل??اره د روټري كلب خدمات د ستائنې وړ دي۔ ده ووئيل چې نن فاټا هم پوليو فري ده مونږ په فخر سره وئيلې شو چې اوس پاكستان د پوليو څخه پاك دے خو تل لپاره د پوليو خاتمې ل??اره د لا اقداماتو كولو ضرورت دے۔