اسلام آباد 10 دسمبر (اے پی ??ی)وفاقي كا??ينې پريكړه كړې وفاقي كا??ينې هر درې مياشتې پس د وزارتونو د كا??كردګۍ د جاج اخستلو پريكړه كړی ده۔ دا پريكړه د وزيراعظم عمران خان په مشرۍ كښې د ګل په ورځ د وفاقي كا??ينې په خاص غونډه كښې وشوه۔د وزيراعظم دفتر څخه جاري بيان ترمخه د كا??ينې غونډه تر 9 ساعتو روانه وه چې پكښې د 26 وزارتونو د كا??كردګۍ جاج واخستلې شو٬د پاتې نورو وزارتونو د كا??كردګۍ جاج اخستلو لپاره به نېټھ بيا اعلانولې شي۔په دې موقع وزيراعظم ووئيل د نوي پاكستان بنياد اېښودلې شوې٬وزارتونه دې د 100 ورځو اهداف ترلاسه كولو لپاره لائحه داسې جوړه كړي چې ورسره اهدافو ته رسېدل باوري شي۔په غونډه كښې په هر وزارت كښې د خذماتو وركړې٬كفايت شعارۍ پالېسۍ خپلولو ترمخه د پورته كړو ګامونو او د سباؤن په پروژو په خاص توګه د يو وزارت په كا??كردګۍ كښې د لا ښه والي په راوستلو خبرې اترې وشوې۔په غونډه كښې پريكړه وكړې شوه چې هر وزارت به به عملدرآمد لپاره د پنځو كلونو د خاص ستراتېژېكي پلان تيارولو هدف وركولې شي چې دغسې كا??كردګي زيات نه زياته بهتره كړې شي۔په غونډه كښې دا ډول د جاج اخستنې غونډه هر درې مياشتې پس د كولو پريكړه هم وكړې شوه چې دغسې د وزارتونو د كا??كردګۍ جاج واخستلې شي او دا خبره باوري كړې شي چې د حكومت مجموعي كا??كردګي په سم پلو روانه وي۔د دې اقداماتو بنيادي مقصد د پاكستاني وګړو د ژوند معيار لوړول دي