اسلام آباد 11 دسمبر (اے پي پي) د خارجه وزير شاه محمود قر??شي وئيلي دي چې د ملائېشيا او پاكستان ترمينځه اقتصادي او تجارتي اړيكې د ډاډ وړ دي كومې چې مخ په وړاندې بوتلل غواړو۔ده دا خبرې د ملائېشيا د اي كامرس د نامتو كمپنۍ سسكام برهد مشر داتو س??ي ليو آريانياكام سره د خبرو په مهال وكړې كوم چې د نه?? په ورځ ده سره خارجه وزارت كښې ملاقات وكرو۔د خارجه وزارت وياند له مخې خارجه وزير ووئيل چې د اوسني حكوم?? د ??قداماتو په نتيجه كښې په پاكستان كښې د بهرنۍ سرمايه كارۍ رجحان په تندۍ سره مخ په زياتېدو دې٬ده ووئيل چې د ملائېشيا ګڼ شمېر كمپنۍ په پاكستان كښې په بېلا بېلو څانګو كښې د سرمايه كارۍ په نتيجه كښې ګټه پورته كوي۔د ملائېشيا د كمپنۍ مشر خارجه وزير د خپلې كمپنۍ د تفصيلاتو نه خبرولو س??ه ووئيل چې د ده كمپني اي كامرس او د سي سلوشنز بزنس سره تړون لري او په نړۍ كښې زمونږ د 20 كروړو نه زيات صارفين دي