موسٰی خېل۔ 15 دسمبر (اے پی پی) د موسیٰ خېل قبائل سر??ار سناتور سر??ار محمدح اعظم خان موسی خېل د كراچۍ آغا خان پوهنتون كښې په حق ورسېد۔ د كورنيو ذريعو لمخې سر??ار محمد اعظم خان له يوې مودې ناروغه وو څوك چې آغا خان پوهنتون ته منتقل كړې شوې وو چرته چې هغه په حق ورسېد۔ د ده د جنازې لمونځ به ??ن د اتوار په ورځ اېف سی ګراؤنډ موسیٰ خېل كښې ادا كولې شي او د خپل ??لا?? نيكه مقبره كښې به خاورو ته سپارلې شي۔ د ارواښاد آخري ديدن له د پشتونخوا ملی عوامی ګوند مشران ٬ كارمندان او نورو سياسي او سماجي شخصياتو كوئټه ته رسېدل پیل شوي دي۔ سر??ار محمد اعظم خان د پشتونخواملی عوامی ګوند سينئر دوهم صدر او د مركزي كونسل غړې هم وو۔ له كال 2002 څخه تر كال 2008ﺀ دې د بلوچستان اسمبلۍ غړې وو۔ دده پرېكړې به ??بائلي پرېكړو او جرګو كښې سپريم لاﺀ ګڼلې شوې۔ ارواښاد دا مهال د سېنېټ غړې هم وو او سېنېټ كښې د پشتونخوا ملي ګوند دوهم پارلماني لارښود هم وو۔