اسلام آباد ۔ 5 فروری (اے پی پی) په ټول هېواد ??ښې د نهې ورځ كشمير سره د يووالې ورځې په توګه په بشپړه ډول ول??انځلې شوه۔ په دې مهال هېواد ??ښې عامه رخصتي وه۔ ټول سركاري او كمرشل بانكونه او نورې سركاري او نيم سركاري ادارې بندې وې۔ د اے پي پي ترمخه ??ولس مشر ډاكټر عارف علوي كشمير سره د يووالي په موقع سهار د آزاد كشمير پلازمينې مظفر آباد ته ورسېدو۔ ده كشمير سره د يو والۍ ورځې په لړ ??ښې خاص دستوره ??ښې ګډون وكړو او د آزاد كشمير قانون سازې اسمبلۍ ته ئې خطاب هم وكړو۔ دغسې په ایوان صدر ??ښې هم په دې لړ ??ښې يو سيمينار وكړې شو كوم ته چې د اولس مشر په شمول مهمو شخصياتو خطاب وكړو۔ ددې ورځې مناسبت سره په ټولو صوبائي ، ډویژنل، ضلعی، تحصیل او سټی ھېډ کوارټرز ??ښې لاريونونه وويستلې شول چې مقصد ئې د نړۍ پام د كشمير مسئلې حل او د كشميريانو د خپلواكۍ حق پلو ګرځول وو۔ په دې مهال د بېلو سياسي ٬ ديني او مذهبي ګوندونو ترسېوري لان??ې خاص سيمينارونه ٬ كنفرنسونه ٬ مباحثې ٬ مذاكرې ٬ جلسې او جلوسونه وشول په كومو ??ښې چې ټولو مكاتب فكر سره تعلق لرونكو شخصياتو ګډون وكړو۔ د هېواد نورو برخو په ډول پنډۍ او اسلام آباد ??ښې هم كشميري اولس سره د يو والي څرګندونې له بېل پروګرامونه وكړې شول او د نړۍ پام د كشمير مسئلې حل پلو وګرځولې شو۔ دې سره سره د انساني لاسون?? زنځير هم جوړ كړې شو۔ وفاقی پلازمينه اسلام آباد ??ښې او په كوهاله پل د مقبوضه كشمير اولس د هڅو په حمايت ??ښې د لاسون?? زنځير جوړ كړې شو۔ بلخوا په ډي چوك اسلام آباد ??ښې مركزي دستوره وشوه۔ ددې ورځې پېل د سحر لمونځ څخه وروستو د كشمير آزادۍ ٬ د پاكستان استحكام ٬ د هېواد سلامتيا ٬ د اسلامي نړۍ سرلوړۍ ٬ د كشميري او پاكستاني اولس سوكالۍ ٬ په مستقل بنيادونو د امن په ځائې كېدو او د ورورولۍ ودې له خاص دعاګانو سره وشو۔ د نهې په ورځ په دې لړ ??ښې سهار 10 بجې ټولو لويو ښارونو ??ښې سائرن وغږولې شو او د كشمير شهيدانو ته د عقيدت پېرزوينې وړاندې كولو له يوې دقيقې له خاموشي اختيار كړې شوه