اسلام آباد ۔ 9 فروری (اے ??ی پی) پاکستان كښې ?? برطانيې هائي كمشنر تھامس ډريو وئيلي دي د پاكستان او برطانيه ترمينځھ سمندري اړيكې پخوانۍ دي۔ برطانيه د تربيې پروګرامونو او د ګډې مشقونو د لارې ددې نزدې اړيكو جاري ساتلو عزم لري۔ د نړۍ د نوې جنګي الو??كې اېچ اېم اېس ډرېګوں د كراچۍ دوره د پاكستان او برطانيې ترمينځھ د نزدې اړيكو علامت دې۔ دا خبره ده د خالي په ورځ كراچۍ كښې د پاك بحريه تر سېوري لاندې د ګڼو هېوادونو بحري مشقونو “امن” كښې ګډون كولو له ?? برطانوی رائل نېوی جنګي الو??كې اېچ اېم اېس ډرېګوں دورې په موقع وكړه۔ په دې مهال کمانډنګ آفیسر کمانډر مائیکل کارټر ووئيل د اېچ اېم اېس ډرېګون د پاكستان دورې په كولو وياړ دې او امن مشقونو كښی ددې ګډون د دواړو هېوادونو ترمينځھ د مضبوطو اړيكو ثبوت دې۔ دې نه وړاندې برطانوی هائی کمشنر تھامس ډریو او د اېچ اېم اېس ډرېګون چارواكو د قائد اعظم د مزار دوره وكړه او په مزار ئې د ګلونو څادر خپور كړو۔