اسلام آباد ۔ 09 مارچ(اے پی پی) د خزانې وفاقي وزير اسد عمر د فنانشل اېکشن ټاسک فورس(اېف اے ټی اېف) صدر مارشل بېلنګسلیا څخه غوښتنه كړې ده چې د اېف اے ټي اېف سپېځلو ٬ بې پرې او د مقصدي جاج عمل باوري كولو له دې د هند په ځائې د اېف اے ټي اے اېف كوم بل غړې دې د ایشیاء۔بحرالکاهل د ګډې ګروپ مرستياله مشر غوره كړې شي۔ د خزان?? وزير د اېف اے ټي اېف صدر په نامه خپل خط كښې ليكلي چې د هن?? پاكستان سر?? دښمني چانه پټه نه ده او د هند لخوا ?? پاكستان د فضائي حدونو خلاف ورزي او ?? پاكستان د حد دننه د بم غورځولو جارحانه ګام ددې ښكاره ثبوت دې۔ ده ووئيل زه باور لرم چې د آئی سی آر جی عمل كښې د هند شاملېدل به پاكستان لپاره غېر منصفانه وي۔ ده په مارشل بېلنګسلیا زور راوړو چې هغه دې د اېف اے ټی اېف اېکشن پلان سره اړوند ?? پاكستان پېشرفت په لړ كښې بې پرې جاج باوري كولو له د هند په ځائې د ګډې ډلې مرستياله مشر كوم بل هېواد غوره كړي۔ ده ووئيل د آئي سي آر جي او اېف اے ټي اېف په غونډو كښې دې دا خبره باوري كړې شي چې هند دې دا پلېټ فارم ?? پاكستان په ضد سياسي مقصدونو لپاره نه كاروي